د لاسرسي ځای

تازه خبر

سراج الدین حقاني وايي له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کابل کې د لیدو پرمهال. (انځور: ارشیف)
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کابل کې د لیدو پرمهال. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني ويلي چې له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي.

سراج الدین حقاني د ډېسېمبر پر ۲۸مه، په کابل کې په يوه غونډه کې وويل چې نه غواړي افغانستان د هيچا پر ضد وکارېږي.

هغه زیاته کړه چې حکومت یې سیمه ییز امنيت ته ژمن دی او غواړي د نورو هېوادونو لپاره د امن پيغام لري.

حقاني دا هم وويل چې غواړي له افغانستانه دباندې د موجودو تشویشونو لپاره کار وکړي او ورته ووايي چې د طالبانو حکومت د هېچا لپاره بد نيت نه لري.

نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار او یو شمېر پاکستانیو دیني عالمانو د تازه څرګندونو هرکلی کړی دی.

سراج الدین حقاني وویل چې حکومت یې د چا لپاره منفي فکر نه لري او د هر هغه چا ستاینه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پرتو ستونزو د هواري سبب کېږي.

ده وویل، “موږ ټولو اړخونو او خلکو ته ډاډ ورکوو چې افغانان د چا لپاره د زیان، خطر او غلطو فکرونو اراده نه لري، موږ د هرو هغو اړخو او جهتونو چې د افغانستان په اړه ښه ګومان او اراده لري، منندوی یو او ستاینه یې کوو."

نوموړي د اسحاق ډار او ځینې پاکستانیو دیني عالمانو له خوا له افغانستان سره د تړلو تازه څرګندونو په اړه وویل، " لکه څنګه چې دا څو ورځې مخکې په پاکستان کې د علماوو یوه غونډه وشوه په دې ترڅ کې د افغانستان د خیر پر بنیاد څرګندونې وشوې، د دې موږ منندوی یو، دغه رنګه د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان په هکله د خیر څرګندونې وکړې."

سراج الدین حقاني زیاته کړه چې دوی د ټولو هغو خلکو ستاینه کوي چې د ده په وینا، د هېوادونو تر منځ د ښېګړې، ښو اړیکو او ولسونو سره نژدې کولو لپاره وي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ډېسېمبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې حکومت به یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو پر بیا پیل غور وکړي خو د ده په وینا، "که د طالبانو حکومت د علماوو هغه فتوا عملي کړي چې له افغانستانه بهر به خپلو وګړو ته د پوځي اقداماتو اجازه نه ورکوي."

د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ اصلي ستونزه څه ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00

د طالبانو د حکومت په نوښت د ډېسېمبر پر ۱۰مه په کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ټول افغان وګړي له هیواده بهر په نظامي فعالیتونو کې له برخې اخیستو منع کړي وو.

په هغه غونډه کې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم حقاني، د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي او د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په ګډون ځینې نور لوړپوړي طالب چارواکي هم شریک وو.

د دې غونډې په یو پرېکړه لیک کې ویل شوي وو چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزداه "هېڅ افغان ته اجازه نه ده" ورکړې چې "بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ولاړ شي، نو که څوک تخلف کوي، دا تګ یې جایز نه دی."

دا فتوا تر هغه وروسته صادره شوې وه چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب وړاندې ویلي وو چې د دوی او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریمګړو ترې غوښتنه کړې وه چې په پاکستان کې د جګړې ضد فتوا صادره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستان ترمینځ اړیکې له څه کم درو میاشتو راهیسې خورا ترینګلې دي.

د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې وه.

تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت او د ولسي وګړو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوې چې لا هم تړلې پرتې دي.

د دواړو غاړو استازو د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه او استنبول کې څو ځله خبرې اترې وکړې خو څه نتیجه یې ورنکړه.

پاکستانیو چارو تور پورې کړ چې طالب چارواکي دا باور نه ورکوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان ضد نه استعمالېږي خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بیا وویل چې پاکستان له دوی داسې غوښتنې کوي چې د ده په وینا د منلو وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG