د ملاکنډ ضلعې د اله ډنډ ډېرۍ یو مشر وايي د سوات د موټروې جوړېدو پر مهال ترې حکومت ځمکه اخیستې وه خو د هغې معاوضه یې لا تر اوسه نه ده ورکړې.
۸۲ کلن فضل احد د ډېسېمبر پر ۱۳مه د سوات خبریالانو په مرکز (پرېس کلب) کې په خبري غونډه کې وویل چې د موټروې جوړېدو پر مهال یې حکومت ته له ۸،۰۰۰ فوټه زیاته د باغ ځمکه ورکړې وه. هغه وویل، د ځمکې د انتقال سرکاري کاغذونه ورسره شته خو د هغې باوجود ورته معاوضه نه ده ورکړل شوې. نوموړي تور پورې کړ چې په سروې کې ترې ځمکه کمه شمېرل شوې ده او د باغونو په نرخ ورته د ځمکې قیمت نه ورکول کېږي.
فضل احد وايي: "۱۸ لکه روپۍ رانه وهي، د خدای لپاره زما پوښتنه وکړئ او زما پیسې ترې راوباسئ. زه دفتر په دفتر ګرځم، عدالت ته هم تلی یم، راسره وعدې کوي خو پیسې نه راکوي."
نوموړي وویل که د خپلې ځمکې معاوضه ورنه کړل شوه نو په پلۍ کې پر موټروې د هغې ځمکې د پاسه به خېمه ولګوي چې پخوا دده وه خو بیا یې د سړک جوړولو لپاره حکومت ته ورکړه.
د نوموړي زوی پروېز خان هم په سوات پرېس کلب کې خبریالانو ته وویل چې حکومت د سوات موټروې لپاره په اربونو روپۍ منظورې کړې وې خو دوی ته بیا هم معاوضه نه ورکول کېږي. نوموړی وايي د سرکاري مامورینو د ناسمو شمېرو او غلطیو له وجې د بعضو ځمکو مالکانو ته تراوسه د ځمکو پیسې نه دي ورکړل شوي.
د سوات مرستیال کمېشنر محب الله د ډېسېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د سوات موټروې سړک په ۲۰۲۱ز کال کې جوړ شوی وو او هماغه وخت د ځمکو ټولو مالکانو ته د سرکاري نرخ مطابق پیسې ورکړل شوې وې. هغه وايي، فضل احد دې د هغوی دفتر ته ورشي نو حکومت به د قانون مطابق ورسره مرستې وکړي.