د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت له پېښوره تر ډېره اسماعیل خانه موټروې جوړوي


د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی

د خېبر پښتونخوا حکومت له پېښوره تر ډېره اسماعیل خان د ۳۳۹ کلومیټره موټروې جوړولو منظوري ورکړې ده.

په دې اړه د وزیر اعلا ویاند اجمل وزیر او وفاقي وزیر شهریار اپریدی په یوه خبري کانفرنس کې وویل چې د دې موټروې له جوړولو سره به په جنوبي او قبايلي ضلعو کي خوشالي او ترقي راشي او دا موټر وې به د غلام خان او انګور اډې له لارې له افغانستان سره د تجارت او تګ راتګ لپاره هم کارول کېږي.

د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا هاوس نه د خپور شوي بیان ترمخه د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په مشري د جنوبي ضلعو د صوبايي او قومي اسمبلۍ د غړو سره تېره ورځ په یوه غونډه کي د پېښور نه تر ډېره اسماعیل خان پوري د موټروې د جوړولو منظوي ورکړې شوي ده.

د وزیر اعلا ویاند اجمل وزیر په خبري غونډه کې وویل چې قبايلي ضلعي به هم له دې موټروې سره ونښلول شي. په شمالي وزیرستان کي غلام خان بندر به له بنو سره او په جنوبي وزیرستان کې انګور اډه به هم له دې لوی سړک سره ونښلول شي.


اجمل وزیر دا هم وویل چې د تورخم لار له وړاندې ۲۴ ساعتونه وازه وي نو پر غلام خان او انګور اډه هم کار روان دی چې کرۍ شپه ورځ چالان وي.

د خبري کانفرنس پرمهال خبریالانو د تحریک انصاف د صوبايي حکومت لخوا د پېښور د چټک بس پروژې او د سوات د موټروې په اړه هم پوښتنې راپورته کړې چې د یاد ګوند حکومت تر دې دمه دغه دوې منصوبې له خپل ټاکلي وخت سره سمې نه دي بشپړې کړې خو په خبري کانفرنس کي د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا ویاند او وفاقي وزیر شهریار اپرېدي وويل چې دغه دواړه منصوبې بشپړېدو ته نزدې شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG