د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي افریقه او انګلینډ د کرکټ نړیوال کپ سیمي فاینل ته ورسېدل


د جنوبي افریقې او وېسټ انديز د لوبې انځور
د جنوبي افریقې او وېسټ انديز د لوبې انځور

د کرکټ په شل اووره نړیوال کپ کې جنوبي افریقې وېسټ انډيز او انګلينډ امريکا ته ماتې ورکړه او نيمه پایلوبې ته ووتل.

د جون پر ۲۴مه د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې کوربه وېسټ انډیز د جنوبي افریقه په وړاندې په ۲۰ اورورونو کې د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۳۵ منډې جوړې کړي. کله چې جنوبي افریقې توپوهنه (بیټينګ) کاوه نو لوبه د باران له وجې ۱۷ اوورونو ته کمه او هدف ۱۲۳ وټاکل شو.

جاس بټلر د بال د وهلو په وخت
جاس بټلر د بال د وهلو په وخت

جنوبي افریقې دغه منډې په اخري اوور کې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړي. د دوی تبریز شمسي درې ويکټې اخیستې وي نو ځکه د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تر دې مخکې د جون پر ۲۳مه په بریج ټاون کې شوې سیالۍ کې امريکا د انګلينډ په وړاندې په ۲۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۱۵ منډې جوړې کړي. انګلينډ دا هدف بغیر د کومې ويکټې له غورځېدو په لسم اوور کې پوره کړ.

د انګلینډ‌ او وېسټ انډيز په وړاندې د سیمي فاینل لوبډلې به له راتلونکې دوو سیاليوو معلومېږي. يوه لوبه نن (د جون پر ۲۴مه) د هند او اسټرالیا ترمنځ ده. بله سیالي د افغانستان او بنګله دېش ده چې د جون پر ۲۵مه کېږي.

که افغانستان له بنګله دېش او هند له اسټراليا سیالۍ وګټي نو افغان او هندۍ لوبډلې به سیمي فاینل ته ورسېږي. خو که اسټراليا او بنګله دېش خپلې خپلې سیالۍ وګټي نو بیا به هند او اسټراليا نيمه پايلوبو ته لار پيدا کړي. که اسټراليا له هند او افغانستان له بنګله دېش لوبه وګټي نو بیا به د منډو په اوسط (رن رېټ) پرېکړه کېږي چې د هند، اسټراليا او افغانستان ترمنځ کومې دوه لوبډلې سیمي فاینل ته رسېدلی شي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو برخه اخیستې وه چې ورڅخه د پاکستان په ګډون، ۱۲ په لومړي پړاو کې له سیالیو ووتې او پاتې دویم پړاو ته رسېدلې دي. کوربه امریکا، جنوبي افریقا، انګلستان (انګلینډ) او وېسټ انډیز د اتو غوره لوبډلو په دویم او د افغانستان، اسټرالیا، بنګلادېش او هند لوبډلې په لومړي ګروپ کې شاملې دي.

ټاکل شوې چې دواړه نیمه پایلوبې به د جون پر ۲۷مه او پایلوبه يا فاینل به د جون پر ۲۹مه وشي.

XS
SM
MD
LG