د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان: لوبډله مو وړتیا لري، د وېسټ انډيز له ماتې بايد زده کړو


د وېسټ انډيز لوبغاړي د ګلبدین په اوټ کېدو خوشالي کوي
د وېسټ انډيز لوبغاړي د ګلبدین په اوټ کېدو خوشالي کوي

د افغانستان د شل اووره کرکټ لوبډلې مشر راشد خان ويلي چې افغان لوبغاړي باید د وېسټ انډيز له ماتې زده کړه وکړي.

خو راشد خان تر سیالۍ وروسته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې افغانستان په روان شل اووره کرکټ نړیوال جام کې ښې لوبې کړې او هيله لري چې په سپراېټ (اته غوره لوبډلو پړاو) کې به هم ښې لوبې وکړي.

وېسټ انډيز د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سياليو کې افغانستان ته په ۱۰۴ منډو ماتې ورکړه. د جون پر ۱۸مه، د وېسټ انډيز په ګراس ايلېټ ډيرسن سيمي ملي لوبغالي کې وېسټ انډيز لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په زيان ۲۱۸ منډې وکړې.

په ځواب کې یې د افغانستان ټول لوبغاړي له ۱۱۴ منډو کولو وروسته په ۱۷م اوور کې اوټ شول او لوبه يې بايله. د وېسټ انډيز نيکولس پوران په ۵۳ بالونو ۹۸ منډې جوړې کړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې برخه اخیستې وه. له دوی څخه اته یې بل پړاو ته رسېدلې چې افغانستان، اسټرالیا، هند، بنګله دېش، انګلستان، جنوبي افریقا، امریکا او ویسټ انډیز دي. دغه پړاو د جون له ۱۹مې څخه پيلېږي. په لومړۍ لوبه کې به امريکا او جنوبي افريقا يو بل ته مخامخېږي. د جون پر شلمه به افغانستان له هند او وېسټ انډيز له انګلينډ سره سيالي کوي.

ټاکل شوې چې د نړيوال جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه د وېسټ انډیز په باربېډوس کې وشي.

XS
SM
MD
LG