د لاسرسي ځای

تازه خبر

د څېړونکو يوې ډلې په غزه کې د کاختۍ راتلو خبرداری ورکړی


د څېړونکو شبکه وايي چې د جګړې له کبله د معلوماتو په راټولولو کې ستونزې لري. پخوانی انځور
د څېړونکو شبکه وايي چې د جګړې له کبله د معلوماتو په راټولولو کې ستونزې لري. پخوانی انځور

د څېړونکو یوې خپلواکې ډلې د جون پر څلورمه د غزې په شمالي سیمو کې د ممکنه کاختۍ خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسرییلو ترمینځ د جګړې له امله د بشري مرستو په رسولو کې محدودیتونو دي نو ځکه په دې اړه د معلوماتو په راټولولو کې ستونزې دي. امريکا او اروپايي ټولنې حماس یوه ترهګره ډله ګرځولې ده.

د کاختۍ په اړه تروخت له مخه د خبرداري ورکولو د سسيټمونو شبکې ( فېماین ارلي وارننګ سسټمز نېټورک) ډله وايي چې ښايي په غزه کې کاختي راشي.

بلخوا ملګري ملتونه وايي چې د جګړه ځپلو سیمو فلسطینیان مجبوره دي چې په داسې کيمپونو او او نورو جنګ ځپلو سیمو کې پناه واخلي چې پکې د سرپناه، خوراک او اوبو په ګډون د ژوندي پاتې کېدو لپاره نور اړین توکي نه شته.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۶،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG