د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په غزه کې د مرستو لپاره ۲.۸ اربه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري


ګڼې کورنۍ په خیمو کې د رفح د کډوالو په کیمپ کې اوسي - د اپرېل ۱۰مې انځور.
ګڼې کورنۍ په خیمو کې د رفح د کډوالو په کیمپ کې اوسي - د اپرېل ۱۰مې انځور.

ملګرو ملتونو د سختې اړتیا وړ شاوخوا درو مېلیونو فلسطینیانو لپاره د ۲.۸ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

سازمان ټینګار کړی دی چې په جګړه ځپلې سیمې غزې کې د قحطۍ ختمولو لپاره نه یوازې د خوړو بلکې د صفایۍ یا نظافت نظام، د پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو اړتیا هم ده.

د غزې تړانګې او د فلسطین د غربي څنډې لپاره د ملګرو ملتونو یو چارواکي خبریالانو ته ویلي دي چې د هغو خدماتو بحالۍ او د کم ترین معیار پوره کولو لپاره د "پراخو عملیاتو" ضرورت دی او دا هر څه د پوځي عملیاتو پر مهال نه شې کېدای.

هغه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، په غزه کې د روغتونونو، د اوبو او صفایۍ نظام، کورونو، سړکونو او سکولونو تباهۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه په ګرده غزه کې "یو پوهنتون هم روغ نه دی پاتې."

تر دې وړاندې د انصاف نړیوال عدالت اسراییلو ته امر کړی وو چې محاصره شوې فلسطیني ابادۍ ته د خوړو او بنیادي توکیو د لېږد د یقیني کولو او د قحطۍ مخنیوي لپاره اړین او موثر اقدامات وکړي.

عدالت د مارچ پر ۲۸مه ویلي ول چې په غزه کې فلسطینیان عملاً له خراب وضعیت او قحطۍ سره مخامخ دي.

حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنې ترهګره ډله ګرځولې، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG