د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د کانګو وایرس مخنیوي لپاره د څارويو اسناد غواړي‌


کانګو وايرس د وړې خزندې له لارې له څارويوو انسانانو ته انتقاليږي ـ انځور له ارشیفه.
کانګو وايرس د وړې خزندې له لارې له څارويوو انسانانو ته انتقاليږي ـ انځور له ارشیفه.

د خیبرپښتونخوا حکومت د کانګو وایرس مخنیوي لپاره له نورو صوبو څخه ور وړل شویو څارویو لپاره د صحت سند لازمي ګرځولی دی.

د محکمې چارواکي ډاکټر اسد علي شاه د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، حکومت ټولو ضلعو ته خواست کړی دی د قانون د ۱۴۴ مادې له مخې اسناد نه لرونکي څاروي پرېنږدي.

ضیاء محمد، چې د قربانۍ څاروي اخلي، وايي باید حکومت د وایرس او ناروغیو مخنیوی وکړي، ځکه چې څاروي په بازار کې ګرځي او د وایرس خپرېدو ویره ورسره وي.

حکومت دا کار په داسې وخت کې کړی دی چې لوی اختر ته څو اوونۍ پاتې دي او د اختر لپاره د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې منډۍ لګیږي. عموماً په دې ورځو کې په پاکستان کې کانګو وایرس زیاتېږي.

کانګو وایرس یوه ویروسي ناروغي ده چې د کنه (Ticks) د چیچلو یا د ناروغ څاروي د وینې سره د تماس له لارې انسانانو ته انتقالېږي.

دا ناروغي تبه، سر درد، عضلاتو درد او په سختو مواردو کې د وینې بهیدنه رامنځته کوي.

د کانګو وایرس مخنیوي لپاره اړینه ده چې له ناروغه څارویو او د هغوی له وینې څخه ځان وساتل شي.

طارق علي، چې هر کال له پنجابه د اختر منډیو ته څاروي ورولي، وايي چې د کانګو وایرس شتون او د څارویو اغیزمنېدو اوازې به سږ کال د څارویو په نرخونو اغیز وکړي.

د مالدارۍ محکمې چارواکو ویلي چې د خیبر پښتونخوا هغه ضلعې چې له نورو صوبو سره پولې لري، هلته د دې اقدام عملي کولو لپاره د لنډ وخت لپاره اضافي پوستې لګول کېږي.

په دې ضلعو کې ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، صوابۍ‍، هریپور، کرک، کوهاټ او نوښار شامل دي.

XS
SM
MD
LG