د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو شاعر حمزه شینواري مزار تر مرمت وروسته پرانيستل شو


په لنډي کوتل کې د حمزه شینواري مزار ـ د مې ۲۴مې انځور.
په لنډي کوتل کې د حمزه شینواري مزار ـ د مې ۲۴مې انځور.

د خیبر ضلعې په لوړاګې (لنډي کوتل) کې د پښتو نومیالي شاعر امیر حمزه خان شینواري مزار او کلتوري ودانۍ د ښکلا او مرمت وروسته د ولس لپاره پرانيستل شوی ده.

امیر حمزه خان شینواری، چې په حمزه بابا مشهور دی، په ۱۹۰۷ ز کال کې په لوړاګي (لنډي کوتل) کې زیږیدلی او په ۱۹۹۴ کال کې وفات شوی دی. هغه په خپلو شعرونو کې د مینې، تصوف او فلسفې موضوعات بیان کړي دي. حمزه بابا په پښتو غزل کې د ځانګړي سبک څښتن دی.

د حمزه شینواري په مزار کلتوري ودانۍ په ۲۰۰۵ز کال کې جوړه شوې ده.

د حمزه شینواري مزار ته ورغلي لیکوال، پروفیسر ډاکټر محمد یوسف د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې په مزار کې د ګنبدې او کلتوري ودانۍ ترڅنګ اوس کتابتون هم جوړ شوی دی.

هغه وویل "موږ (حمزه شينواري) ډېر د قدر په سترګه ګورو. پکار ده چې حکومت د پښتو ادب سره تړلیو شخصیتونو ته پام وکړي او د دوی لیکونه، شاعري، کار او زیارد نوي نسلونو لپاره خوندې وساتي."

محمد یوسف زیاته کړه چې حمزه شینواري په پښتو غزل کې نوښتونه کړي دي او د هغه د غزل لیکلو څخه د پښتو غزل نوی دور شروع شوی دی. د ده په وینآ، هغه پښتو ادب پښتون کړی او کمال ته یې رسولی دی.

د حمزه شینواري د مزار دروازه
د حمزه شینواري د مزار دروازه

د خیبر يو ځوان لیکوال هجرت علي اپریدي بیا د مې پر ۲۸مه مشال راډيو ته وویل چې پخوا به خلک یوازې د امیر حمزه خان شینواري مزار کتلو او دعا ته ورتلل، خو اوس پکې لایبرېري هم فعاله شوې او د حمزه شینواري په شخصیت باندې کتابونه هم پکې اېښودل شوي دي.

پښتانه لیکوالان حمزه خان شینواري د پښتو غزل بابا ګڼي او د هغه شاعري د پښتو ادب لپاره یو مهم او ارزښتناک میراث بلي.

د حمزه شینواري شاعري اسانه او روانه ده. د هغه ګڼ شعرونه د پښتو نامتو سندرغاړو رفیق شینواري، سردار علي ټکر، هارون باچا او نورو سندغاړو زمزمه کړي دي.

د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې ښوونکی پروفیسر احمد علي عاجز مشال راډیو ته ويلي ول چې حمزه شينواري په خپله شاعرۍ او بیا په ځانګړي ډول په غزل کې پښتني اقدار ځای پر ځای کړي دي.

"چې هغه له محبوب سره لګیا وي نو هم په پښتو کې لګیا وي، په غیرت کې لګیا وي، په ننګ کې لګیا وي، په وفا کې لګیا وي، په توره کې لګیا وي. لکه چې وایي:

ستا ناز مې پښتو اخلي خو غرور زغملی نه شي

دا یو دې په سر سترګو خو دا بل به پکې نه وي

يا دا چې:

ستا په انګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم"

پروفېسر عاجز زياتوي، "په عربو کې چې کوم غزل پیدا شو، هغه په ایران کې په خړپوڅو شو، روښانیانو کره مسلمان شو، خوشحال بابا کره ځلمی شو او حمزه بابا کره پښتون شو. لکه چې وايي:

دا امید مې له پښتون اشنا نه وو

چې مېلمه یې له حجرې تلی نهار دی

يا دا چې:

ما ټیټ ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده

شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم"

بلخوا لیکوال یار محمد مغموم وایي چې حمزه بابا په خپله شاعرۍ کې هڅه کړې چې خير پر شر باندې غالب کړي.

"ما ویل چې اوس سترګې پښتنې ولې هندکې شوې

نیغ یې شو باڼه ویل تا د چا خبره وکړه

حمزه بابا دا څيزونه مجسم کړي دي، باڼه یې مجسم کړي او زلفې یې مجسم کړي دي."

مغموم زياتوي چې غزل داخلي څيز دی او په دې کې خارجي خیالات بیانول ډېر ګران کار دی. نوموړي په دې اړه د حمزه شينواري د ځينو شعرونو بېلګې راوړي چې وايي:

"حمزه سفر که د حجاز وي نو هم

زه د پښتون د قافلو سره ځم

وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځم"

ويل کېږي چې حمزه شينواري لومړی په اردو کې شاعري کوله خو د خپل روحاني لارښود پير عبدالستار شاه باچا په وينا يې پښتو شاعري پيل کړه او ځان يې د "بابا" درجې ته پکې ورساوه.

شاعر او ښوونکی پروفیسر اباسین یوسفزی بيا دا ګڼي چې د پښتو ژبې شاعر حمزه شينواری او د سيندي ژبې شاعر شاه عبدالطيف بټايي داسې دوه شخصيتونه دي چې صوفيان هم دي او قام خوښي هم دي.

"عجیبه اتفاق دی، یا خو خلک په قام مین وي او یا په انسان مین وي، دوی انسانیت هم خوښوي، د انسانیت خالق هم خوښوي او له خپل قام سره هم مینه لري.

حمزه بابا وایي:

چې پرې نه وځي په ښکته پښتنو پښتو

کړئ جګه تر اسمانه مېړنو پښتو

کړئ سور داسې تارونه د ملت د رباب

چې هره پرده غږ کوي چې پښتو پښتو"

د حمزه شینواری د شاعرۍ پر بېلا بېلو اړخونو يو شمېر کسانو د پي اېچ ډي هم مقالې ليکلي دي.

امير حمزه خان شينواری د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په لنډي کوتل کې خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG