د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیر حمزه خان شینواري د فکرونو مرغلرې پاشلې دي


د فبرورۍ په ۱۸ د صوبایی حکومت د ثقافت محکمې او خیبر پښتو ادبي جرګې په لنډي کوتل کې د وتلي غزل ګو شاعر امیر حمزه خان شینواري ۲۷ تلین ولمانځل شو.

دې لمانځغونډې ته ورغلي پروفیسر ډاکټر اسلم تاثر اپرېدي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، چې حمزه بابا غزل، نظم، افسانه، ډرامه، نثر، ناول کمال ته رسولي. علم، تصوف او دا هرڅه یې په شخصیت کې راټول دي او د فکر مرغلرې یې په پښتنو کې خورې کړې، لکه چې وایی:

دا امید مې له پښتون اشنا نه نه وو

چې مېلمه یې له حجرې تللی نهار دی

د دې شاته د پښتنو د کلتور او ثقافت یوه لویه فلسفه پرته ده، د خوشال خان خټک او رحمان بابا نه پس امیر حمزه خان شینواری غزل ډېر مشهور کړ او پښتني اقدار یې پکې ورځای کړل او غزل یې پښتون کړ.

پروفیسر تواب شاه مسرور وویل، حمزه بابا یو ملتپاله پښتون دی، او د جمالیاتو یو ستر فلسفي دی.

حمزه شینواری وایی:

زلفې کمڅۍ کمڅۍ ښکلا ګڼمه

ولې دې وي خواره واره پښتانه

ته که ښه پښتون شوې نو انسان به شې

بیا که ښه انسان شوې مسلمان به شې

امیر حمزه خان شینواری وایی:

شډل دې اندازونه کړه ساده ساده کاته

دا چا ویل چې خوي د پښتنو مه زده کوه

پلو دې دمخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره

زمري غوندې به ګورې شرمېدل به پکې نه وي

د امیر حمزه خان شینواری خوا وشا ۵۸ کتابونه چاپ شوي دي. لوی شېر ډرامې او افساني یې هم لیکلي دي او د نوموړي د شخصیت په بیلا بیلو اړخونو باندې اتو کسانو پي ایچ ډي یا دکتورې هم کړي دي.

امیر حمزه خان شینواری په ۱۹۰۷ کې زیږېدلې وو او په ۱۹۹۴ کې وفات شوی وو. نوموړی په لنډي کوتل کې خاورو ته سپارلی شوی.

XS
SM
MD
LG