د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د "پښتو غزل بابا" حمزه شينواري ۲۸م تلين دی


امير حمزه خان شينواری په ۱۹۰۷ز کال کې د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې زېږېدلی وو او د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه وفات شو. انځور له ارشيفه
امير حمزه خان شينواری په ۱۹۰۷ز کال کې د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې زېږېدلی وو او د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه وفات شو. انځور له ارشيفه

نن (فبرورۍ ۱۸مه) د "پښتو غزل بابا" امیر حمزه خان شینواري ۲۸م تلین لمانځل کېږي. نوموړی په ۱۹۰۷ز کال کې د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې زېږېدلی وو.

حمزه شينواری د ۲۰مې ميلادۍ پېړۍ یو وتلی پښتون شاعر او ليکوال وو. حمزه شينواري د غزلونو او نظمونو تر څنګ ناول، ډرامې او افسانې هم لیکلي دي.

د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې ښوونکی پروفیسر احمد علي عاجز مشال راډیو ته وایي چې حمزه شينواري په خپله شاعرۍ او بیا په ځانګړي ډول په غزل کې پښتني اقدار ځای پر ځای کړي دي.

"چې هغه له محبوب سره لګیا وي نو هم په پښتو کې لګیا وي، په غیرت کې لګیا وي، په ننګ کې لګیا وي، په وفا کې لګیا وي، په توره کې لګیا وي. لکه چې وایي:

ستا ناز مې پښتو اخلي خو غرور زغملی نه شي

دا یو دې په سر سترګو خو دا بل به پکې نه وي

يا دا چې:

ستا په انګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم"

پروفېسر عاجز زياتوي، "په عربو کې چې کوم غزل پیدا شو، هغه په ایران کې په خړپوڅو شو، روښانیانو کره مسلمان شو، خوشحال بابا کره ځلمی شو او حمزه بابا کره پښتون شو. لکه چې وايي:

دا امید مې له پښتون اشنا نه وو

چې مېلمه یې له حجرې تلی نهار دی

يا دا چې:

ما ټیټ ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده

شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم"

بلخوا لیکوال یار محمد مغموم وایي چې حمزه بابا په خپله شاعرۍ کې هڅه کړې چې خير پر شر باندې غالب کړي.

"ما ویل چې اوس سترګې پښتنې ولې هندکې شوې

نیغ یې شو باڼه ویل تا د چا خبره وکړه

حمزه بابا دا څيزونه مجسم کړي دي، باڼه یې مجسم کړي او زلفې یې مجسم کړي دي."

مغموم زياتوي چې غزل داخلي څيز دی او په دې کې خارجي خیالات بیانول ډېر ګران کار دی. نوموړي په دې اړه د حمزه شينواري د ځينو شعرونو بېلګې راوړي چې وايي:

"حمزه سفر که د حجاز وي نو هم

زه د پښتون د قافلو سره ځم

وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځم"

حمزه شينواری د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په لنډي کوتل کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه پر مزار یوه کلتوري ودانۍ هم جوړه شوې
حمزه شينواری د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په لنډي کوتل کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه پر مزار یوه کلتوري ودانۍ هم جوړه شوې

ويل کېږي چې حمزه شينواري لومړی په اردو کې شاعري کوله خو د خپل روحاني لارښود پير عبدالستار شاه باچا په وينا يې پښتو شاعري پيل کړه او ځان يې د "بابا" درجې ته پکې ورساوه.

شاعر او ښوونکی پروفیسر اباسین یوسفزی بيا دا ګڼي چې د پښتو ژبې شاعر حمزه شينواری او د سيندي ژبې شاعر شاه عبدالطيف بټايي داسې دوه شخصيتونه دي چې صوفيان هم دي او قام خوښي هم دي.

"عجیبه اتفاق دی، یا خو خلک په قام مین وي او یا په انسان مین وي، دوی انسانیت هم خوښوي، د انسانیت خالق هم خوښوي او له خپل قام سره هم مینه لري.

حمزه بابا وایي:

چې پرې نه وځي په ښکته پښتنو پښتو

کړئ جګه تر اسمانه مېړنو پښتو

کړئ سور داسې تارونه د ملت د رباب

چې هره پرده غږ کوي چې پښتو پښتو"

د حمزه شینواری د شاعرۍ پر بېلا بېلو اړخونو يو شمېر کسانو د پي اېچ ډي هم مقالې ليکلي دي.

امير حمزه خان شينواری د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په لنډي کوتل کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه پر مزار یوه کلتوري ودانۍ هم جوړه شوې او هلته به د فبرورۍ پر ۲۰مه یوه لویه غونډه تر سره کېږي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د خیبرپښتونخوا د بېلا بېلو سیمو شاعران د حمزه شينواري پر ژوند مقالې وړاندې کړي او د ځینو کتابونو مخ کتنه هم پکې وشي.

XS
SM
MD
LG