د لاسرسي ځای

تازه خبر

رايل چيلېنجرز بنګلور لوبډله د ای پي اېل له سياليو ووتله


د مې پر ۲۲مه د رايل چيلېنجرز بنګلور ويرات کوهلي د راجستان رايلز لوبډلې رومن پووېل ته د لوبې ګټلو مبارکي ورکوي.
د مې پر ۲۲مه د رايل چيلېنجرز بنګلور ويرات کوهلي د راجستان رايلز لوبډلې رومن پووېل ته د لوبې ګټلو مبارکي ورکوي.

د هند غوره لیګ یا ای پي اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په يوه برخليک ټاکونکې لوبه کې راجستان رايلز رايل چيلېنجرز بنګلور لوبډلې ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

د مې پر ۲۲مه د احمد اباد په نريندرا مودي لوبغالي کې رايل چيلېنجرز بنګلور لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۷۲ منډې وکړې.

راجټ پټيدر ۳۴، ويرات کوهلي ۳۳ او ماهيپل لومروړ ۳۲ منډې وکړې. د راجستان رايلز اوېش خان د مخالفې لوبډلې درې او رويچندرن اشوين دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د راجستان رايلز لوبډلې په ۱۹ اوورونو کې د شپږ لوبغاړو په زيان هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

یشاسوي جېسوال ۴۵ او ريان پرګ ۳۶ منډې وکړې. د رايل چيلېنجرز بنګلور لوبډلې محمد سراج دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی د راجستان رايلز رويچندرن اشوين شو.

د دې سيالۍ په نتيجه کې رايل چيلېنجرز بنګلور لوبډله د ای پي اېل له قطاره ووتله.

ټاکل شوې چې د مې پر ۲۴مه په چېنای کې راجستان رايلز له سنرايزرز حيدراباد سره سيالي وکړي او د هغې سيالۍ ګټونکې لوبډله به په پايلوبه کې له کلکته نايټ رايډرز سره مخامخېږي.

د هند غوره لیګ سیالۍ، چې ۱۰ لوبډلې برخه پکې اخلي، د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه په چېنای کې وشي.

چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG