د هند د غوره لیګ یا انډیین پرېمییر لیګ (ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ نن پيل شوې.
د مارچ پر ۲۲مه د چېنای په لوبغالي کې لومړۍ سیالي د رایل چیلېنجرز بنګلور او چېنای سوپر کېنګز لوبډلو ترمینځ وه چې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیل شوه.
ای پي اېل د کرکټ تر ټولو ستر سوداګريز ليګ دی چې ۱۰ لوبډلې برخه پکې اخلي او ۷۴ سيالۍ به پکې کېږي.
په هغو لوبډلو کې د افغانستان د اتو لوبغاړو په ګډون په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د افغانستان درې لوبغاړي راشدخان، نوراحمد او عظمت الله عمرزی د ګجرات ټایټنز، مجیب الرحمان او رحمان الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز، فضل الحق فاروقي د سن رایزرز حیدراباد، محم نبي د ممبيي انډیينز او نوین الحق بیا د لکنو سوپر جاینټز لوبډلې له خوا لوبېږي.
ټاکل شوې چې د سږني ای پي اېل پایلوبه د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.
چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.