د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماهرنګ بلوچ: د کوټې انتظامیې زموږ د سيمينار مخنيوي لپاره پریس کلب تړلی وو


ماهرنګ بلوچ په سیمینار کې د وينا په حال کې
ماهرنګ بلوچ په سیمینار کې د وينا په حال کې

د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې (بلوچستان یونین آف جرنلسټس) د کوټې د ضلعي انتظامیې لخوا د بلوڅانو د خبري غونډې د مخنيوي لپاره د پریس کلب تړلو ګام په سختو ټکو غندلی دی او دا یې د بیان د ازادۍ پر ضد عمل بللی دی.

د کوټې پریس کلب د می په ۱۸مه د ضلعي انتظامیې لخوا تړل شوی و، کله چې د بلوڅ یکجهتي کمیټې هلته د ګوادر د اغزن تار په اړه سیمینار کاوه. بلخوا، ضلعي انتظامیې ویلي چې د خالي پر ورځ د پریس کلب په ګډون په شاوخوا ځینو نورو ودانیو کې د بم اېښودنې اطلاع وه، چې له امله یې بم ناکاره کوونکي ادارې هلته ورغللې او د پریس کلب په ګډون ځینې ځایونه یې د څه وخت لپاره وتړل.

په بلوچستان کې د خبریالانو اتحادیې د مې پر ۱۹مه، په یو بیان کې ویلي چې دا ګام نه یوازي د پاکستان د اساسي قانون خلاف دی، بلکې د ارټیکل ۱۹ څخه هم سرغړونه ده. اتحادیې غوښتنه کړې چې د پېښې څېړنه دې په ۲۴ ساعتونو کې وشي او په پېښه کې د ککړو سرکاري افسرانو ضد دې کاروایي وشي. بیان زیاتوي چې دا ګام د خبریالانو پر حقوقو حمله ده او د نه منلو وړ ده، چې پر ضد به یې خبریالان احتجاج وکړي.

د بلوڅ یکجهتي کمیټې مشرې، ماهرنګ بلوڅ، وروسته خبریالانو ته وويل: "د ګوادر د اغزن تار په اړه مو د کوټې په پریس کلب کې یو سیمینار ایښی وو چې ورته کارپوهان، لیکوال او وکیلان رابلل شوي ول خو د کوټې د ضلعي انتظامیې لخوا د کوټې پریس کلب ودانۍ ته قلف واچول شو."

ماهرنګ بلوڅ د ورکو بلوڅانو د حقونو فعاله ده. هغې په ورستیو کې له توربته اسلام اباد ته یو اوږد مزل کړی وو او بیا یې هلته تر څو اوونیو پرلت وهلی وو. په پرلت کې د بلوڅانو د ورکولو، د وژنو، او د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې احتجاج شوی وو. د پرلت په مهال پولیسو پر پرلتوالو برید کړی وو او ځینې کسان یې نیولي ول چې وروسته یې خوشې کړل.

د کوټې انتظامیې یو جګپوړي چارواکي، چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولې، مشال راډیو ته ویلي، کله چې د بم ناکاره کوونکي ادارې د اخبار مارکیټ او میټرو پولیټن دفتر څارنه بشپړه کړه، بیا یې د پریس کلب په ودانۍ کې څارنه پیل کړه. پردې مهال ځینې خلک په زور د پریس کلب ودانۍ ته ننوتل او ضلعي انتظامیې ته یې د بم ناکاره کولو کار په سمه توګه د ترسره کولو اجازه ورنه کړه.

د پاکستان د خبریالانو نورو ټولنو هم د کوټې پریس کلب د تړلو پېښه غندلې ده او د بلوچستان له حکومته یې د پېښې د څېړنې او په دې کې د تورنو کسانو په ضد د قانوني ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

په بلوچستان کې په وار وار د ضلعي انتظامیې لخوا د ګوادر ښار شاوخوا برخو کې د ازغن تار د لګولو او د لارې د بندولو راپورونه راغلي، خو په کوټه کې د حکومت بلوچستان ویاند، شاهد رند، دا خبرونه رد کړې او ویلي یې دي چې د حکومت لخوا د ګوادر ښار شاوخوا د ازغن تار د لګولو هېڅ ډول پلان نشته.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG