د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت په ګوادر کې د باړ اچولو کار ځنډوي


حکومت وايي له ګوادره د اغزن دېوال تاوولو کار د امنیتي وجوهاتو له کبله کوي - د ارشیف انځور.
حکومت وايي له ګوادره د اغزن دېوال تاوولو کار د امنیتي وجوهاتو له کبله کوي - د ارشیف انځور.

د بلوچستان اعلا وزیر له هغه وروسته د دغه صوبې په بندري ښار ګوادر کې د باړ اچولو کار ځڼدولو اعلان وکړ چې د ډېسېمبر پر ۳۱مه نېټه د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې مخالفو ګوندونو د یوه قراداد په راوړلو په ګوادر کې د اغزن تار اچولو غندنه وکړه.

اعلا وزیر جام کمال خان د حزب اختلاف د اعتراضونو په ځواب کې وویل چې تر هغو به د ګوادر باړ اچولو کار ځنډوي چې لومړی یې د ګوادر ولس په اعتماد کې نه وي اخېستی او صوبايي اسمبلۍ یې په اړه پرېکړه نه وي کړې.

له ګوادره د بلوچستان نیشنل ګوند صوبايي اسمبلۍ غړي حمل کلمتي، د اسمبلۍ غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې ولس یې د پرمختګ پرضد نه دی بلکې هغوی وايي چې د باړ اچولو په پرېکړه کې یې دوی په اعتماد کې نه دي اخېستي او نه هم دوی پر دې فیصله خوشاله دي.

د نوموړي وینا وه چې ګوادر د کب نیوونکو لپاره نه بلکې د سرمایه دارانو او پانګوالو لپاره جوړېږي. نوموړي زیاته کړه چې د ګوادر پر غاړه یې اوس ماشومان لوبې نه شي کولی ځکه چې هلته پراخ پراخ سړکونه اېستل شوي او د ترقۍ په نامه یې د دوی ماشومان د ګوادر ګودر پر غاړه له لوبو لیرې کړي دي، هغوی اوس په کوڅو کې لوبو کولو ته اړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې کب نیوونکي به پخوا په ازاده توګه سمندر ته تلل او خپل کبان به یې نیول خو اوس هغوی په خپله خوښه نه شي تلی، لومړی به اجازت اخلي بیا به سمندر ته داخلیږي. دی زیاتوي په سمندر کې یې هم شناختي کارډ کتل کېږي او سمندري عسکر ترې په سمندر کې پوښتنه کوي چې له کومه راغلې یې او چېرته درومې؟

د اسمبلۍ غونډې ته په خپل وار سره د اپوزېشن یوه بل غړي ثناء بلوڅ په خپله وینا کې وویل، چې په ګوادر کې باړ یا ازغن تار اچول یو غیرفطري عمل دی، ځکه چې له دې څخه د ښارګوټي وګړي په دوو برخو وېشل کېږي. دی زیاتوي اسمبلۍ چې هره پرېکړه وکړه بلوچستان های کورټ به پر هغه عمل کوي.

ثناء بلوڅ په خپله وینا کې له اعلا وزیره وغوښت چې په ګوادر کې دې د باړ اچولو کار ژر تر ژره ودرول شي او د ټول بلوچستان لپاره دې په مشاورت یو امنیتي پلان جوړ کړل شي.

د حکومت او حزب اختلاف له ویناګانو پس ډپټي سپیکر د اپوزېشن راوړی قرارداد د ګوادر قایمه کمیټۍ ته وسپارلو چې په لس ورځو کې دننه دې خپل راپور صوبايي اسمبلۍ ته پېش کړي.

د پاکستان حکومت د ګوادر نوي ښار د شاوخوا ۲۴ مربع کلوميټره مځکې ګېر چاپېره د اغزن تار غځولو په منصوبه لاس پورې کړی دی چې د چارواکيو په وينا دا د ګوادر د امنيت ساتلو د پلان برخه ده.

د بلوچستان ګوادر بندر يو ډېر سټرېټيجک ارزښت لري چې د چين په کومک جوړ شوی د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ سره یې اهميت نور هم زيات شوی دی.

خو د حکومت له خوا د ښار چاپېره د باړ لګولو اقدام سياسي ناندرۍ زېږولي او د پاکستان سياسي ګوندونه په تېره بیا بلوڅ ملتپاله ګوندونه يې مخالفت کوي، د دې ترڅنګ د بلوچستان وکیلانو اتحادیې (بلوچستان بار کونسل) له لوري په های کورټ کې د ګوادر باړ پرضد یو درخواست وړی وو. پر هغه درخواست عدالت د بلوچستان له اسمبلۍ څخه پوښتنه کړې چې په ګوادر ښارګوټي کې د باړ اچولو لپاره یې قانون سازي کړې ده که څنګه؟

XS
SM
MD
LG