د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ او کونړ مشران به د ناوا پاس خلاصولو لپاره پر خپلو حکومتونو فشار راوړي


د کونړ او باجوړ مشرانو د اپرېل پر ۱۷مه جرګه وکړه.
د کونړ او باجوړ مشرانو د اپرېل پر ۱۷مه جرګه وکړه.

د باجوړ او کونړ مشرانو او سوداګرو د لیدنې پر مهال د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ناوا پاس لارې خلاصولو په اړه پر خپلو حکومتونو د فشار اچولو فیصله کړې ده.

دا پرېکړه د اپرېل پر ۱۷مه نېټه پر ډیورنډ کرښه د دواړو غاړو د مشرانو په هغه ملاقات کې شوې چې پکې د باجوړ د جرګې مشري د دې ضلعې د سوداګرو د خونې مشر حاجي لالي شاه او د کونړ هغې ملک محمد ميران او ملک ميایداد کوله.

ملک لالي شاه د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې د کونړ جرګې ورته باور ورکړ چې دوی به خپلې غاړې ته د ناوا پاس لاره خلاصوي او باید د باجوړ جرګه د پاکستان پر حکومت فشار واچوي چې لار پرانیزدي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ دا لاره د تګ راتګ لپاره ازادوو چې له افغانستانه عام ولس هم راشي، د ناروغانو لپاره هم د باجوړ دا لاره نېزدې او اسانه پرېوځي. موږ دواړه قامونه په دې سلا شو چې تر [وړوکي] اختر وروسته به پر خپلو حکومتونو فشار اچوو چې لاره خلاصه کړي."

د پاکستان حکومت د باجوړ له لوی سم څخه تر ناوا پاسه پراخ سړک جوړ کړی دی، خو د باجوړ ولس وايي چې تګ راتګ به هغه مهال ورباندې ممکن شي چې کله د پاکستان حکومت له کونړ سره د ناواپاس لاره پرانیزي.

دغه سړک د چارمنګ او مټاک سيمې څخه تېر شوی دی او د ناواپاس له پرانیستل کېدو سره به دواړه غاړې ته مېشت پښتانه نه يوازې کاروبار وکړای شي بلکې د خپلوانو به هم له یو بل سره راشه درشه پیل شي.

د ناوا پاس يوه بله زړه لاره بیا د مومندو پر بایزو او ساپو تحصيلونو هم تېره شوې ده. د ناوا پاس کنډاو لار د وسلوالو طالبانو پرضد د پوځی عملیاتو پر مهال تړل شوې وه. د دې ترڅنګ د وسلوالو د وراوښتو د مخنيوي لپاره د پاکستان حکومت پر کرښه اغزن تار هم غځولی چې له کبله يې نه یوازې پر ناوا پاس بلکې په نورو قبايلي سيمو کې هم د دواړو غاړو ترمینځ سوداګري او تګ راتګ درېدلی دی.

حاجی لالي شاه وايي چې که لاره خلاصه شي نو ښايي د دواړو غاړو خلکو ته اقتصادي ګټه ورسېږي.

هغه وويل:"د پولې هغه او دې غاړې ته چی کوم پښتانه پراته دي، نو [موږ وويل] چی نه له تاسو [کونړيانو] سره او نه هم زموږ سره لويې کارخانې شته، بلکې يوازې هم دا پوله [کاروباري لاره] ده، او که خلاصه شي نو روزګار به پرې روان شي."

نوموړي زیاته کړه چې دواړو غاړې ته پښتانه مېشت دي او څنګه چې د غلام خان، خرلاڅو او تورخم لارې خلاصې شوې، نو د هم هغه طریقه کار او اصولو له مخې دې د ناوا پاس لاره هم پرانيستل شي.

د کونړ او باجوړ مشران د اپرېل پر ۱۷مه ډېره موده پس جرګه شول
د کونړ او باجوړ مشران د اپرېل پر ۱۷مه ډېره موده پس جرګه شول

د ده په خبره، د کونړ مشرانو ورته وويل چې که ستاسو غاړې ته لاره خلاصه شوه نو د کونړ له لورې به په دې تړاو هېڅ مشکل نه وي.

په باجوړ کی د ناوا پاس پرته غاښې پاس، لېټۍ پاس او په مومندو کې ګورسل یا ګوسړی کنډاو لارې لاهم تړلې پرتې دي، خو په جرګه کې يوازې د ناواپاس پرانيستلو پر موضوع بحث وشو.

حاجي لالي شاه خوشبینه ده چې که يو وار ناوا پاس خلاص شي نو ښايي وروسته نورې لارې هم پرانيستل شي.

د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تجارت او تګ راتګ لپاره اته رسمي لارې دي چې پکې دا مهال پر تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او خرلڅو تجارت او تګ راتګ کېږي.

خو د دې تر څنګ داسې په لسګونو نورې وړې لارې وې چې ورباندې له لسيزو د دواړو هېوادونو تر مينځ کاروبار او ولسي راشه درشه کېده، خو د ترهګرۍ ضد جګړې او د حکومتونو ترمینځ د خرابو اړيکو له کبله دا مهال تړلې پرتې دي.

XS
SM
MD
LG