د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پیټرولو د کمبوت مخنیوي لپاره نوي اقدامات کوي


پاکستان وايي، له دې سره به درامدوونکيو څو کمپنيانو اجاره داري ختمه شي: انځور له ارشیفه
پاکستان وايي، له دې سره به درامدوونکيو څو کمپنيانو اجاره داري ختمه شي: انځور له ارشیفه

پاکستان په هېواد کې د پېټرولو د کمبوت د مخنيوي لپاره نوې تګلاره اعلان کړې ده.

پرون (د جون پر ۲۸مه) د دې هېواد د تېلو او پېټرولو مملکت وزیر مصدق ملک په لاهور کې خبرې غونډې ته وويل چې د دې تګلارې له مخې به په هېواد کې د پېټرولو د درامدوونکيو څو کمپنيانو اجاره داري ختمه شي.

هغه وویل چې اوس د نړۍ نورې کمپنانې کولی شي چې پاکستان ته پېټرول ور وړي او هلته يې زېرمه کړي:

"چې کله هم بیې (تېلو) زیاتې شي نو زېرمه کوونکي بازار ته د پېټرولو راوړل ودروي، خو اوس به دوی دا کار څنګه کوي؟ اوس خو به لکونه ټنه تېل د پاکستان په خپلو زېرمتونونو (ډېپوګانو) کې پراته وي او د وړو وړو پېټرول پمپونو مالکان به ورځي، پېټرول به ورڅخه اخلي او خپل پمپونه به چلوي. په نېږدې راتلونکې کې به موږ په پاکستان کې د پېټرولو کمبوت نه وي او تاسو ته به خلک په قطار کې په نظر را نه شي"

مصدق ملک زیاته کړه چې د بانډډ سټورېج په نوم دغه پالیسي به د بهرنيو اسعارو په بڼه کې د پاکستان اقتصاد ته ګټه هم ورسوي.

XS
SM
MD
LG