د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د کورمې د ښوونکو د لومړي تلین په مناسبت مظاهره شوې


اسلام اباد کې د کورمې د ښوونکو د لومړي تلین په مناسبت مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

په اسلام اباد د کورمې یوشمېر اوسېدونکو یو کال مخکې پر ښوونځي په حمله کې د څلورو استادانو او درې مزدورانو د وژنې پرضد مظاهره کړې. د مې څلورمې د احتجاج ګډونوالو وویل چې یو کال پوره شو خو حکومت لا هم د وژل شویو له کورنیو سره انصاف نه دی کړی. د ۲۰۲۳ز کال د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته پارېدلي کسان په تري منګلو کې په ښوونځي ورغلل او هلته یې ښوونکي او مزدوران ووژل. تر دې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو تر ډېسېمبر پورې په سني مېشتو ځایونو کې په ښوونځیو کې کار نه کاوه. د کورمې انتظامیه وايي چې په هغه برید کې یې له نومول شویو اووه کسانو څخه دوه نیولي او دا چې د پېښې په تړاو یې له ۶۰ څخه له زیاتو کسانو پلټنې کړې وې. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG