د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د هند د کرکټ غوره لیګ کې ۲ سیالۍ کېږي


د رایل چیلېنجرز بنګلور بیټر د مې پر څلورمه د سیالۍ تر ګټلو وروسته د ګجرات ټایټنز لوبغاړي ته لاس ورکوي.
د رایل چیلېنجرز بنګلور بیټر د مې پر څلورمه د سیالۍ تر ګټلو وروسته د ګجرات ټایټنز لوبغاړي ته لاس ورکوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې دوه سیالۍ کېږي.

د هېماچل پردېش ایالت د درمشالا په لوبغالي کې د مې پر پینځمه لومړۍ سیالي د پنجاب کېنګز او چېنای سوپر کېنګز ترمینځ ده چې د پېښور پر وخت د ماسپښین پر درو او د کابل پر پر دوه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې وروسته د لکنو په لوبغالي کې د کلکته نایټ رایډرز او لکنو سوپر جاینټس ترمینځ لوبه د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې رایل چیلېنجرز بنګلور ګجرات ټایټنز ته په څلورو وېکټو ماتي ورکړه. د ګجرات لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په ۲۰م اوور کې په ۱۴۷ منډو وسوځېدل. په ځواب کې د بنګلور لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۴م اوور کې د شپږ لوبغاړو په زیان پوره کړ.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د ترسره شویو سیالیو د پایلو له مخې، راجستان رایلز پر لومړي، کلکته نایټ رایډرز پر دویم، لکنو سوپر جاینټس پر درېیم او سنرایزرز حیدراباد لوبډله پر څلورم مقام ده.

داراز، پینځم ځای چېنای سوپر کېنګز او دلي کیپېټلز شپږم مقام ترلاسه کړی دی. رایل چیلېنجرز بنګلور پر اووم، پنجاب کېنګز پر اتم، ګجرات ټایټنز پر نهم او ممبۍ انډیینز پر ۱۰م ځای ده.

د مې پر شپږمه د ممبۍ انډیینز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلو ترمینځ سیالي کېږي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي. د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG