د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د جماعت اسلامي يو مشر په هدفي بريد کې وژل شوی دی


پولیس وايي برید د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې شوی دی.
پولیس وايي برید د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې شوی دی.

د شمالي وزیرستان پولیس وايي، د سپلګې منتخب ویلیج چیرمین ملک رحمان الله وزیر چې په شمالي وزیرستان کې د جماعت اسلامي ګوند پخوانی امیر هم وو، د مې پر څلورمه په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د میرامشا پولیسو تاڼې یو چارواکي عمر خان مشال راډیو ته وویل ملک رحمان الله وزیر، د نامعلومو وسله والو لخوا، په تپي سیمه کې په هدفي توګه وژل شوی دی.

د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد مشر خلیل وزیر د رحمان الله وزیر پر مړینه د خپګان ښکاره کولو په ترڅ کې وویل: "نن یې رحمان الله وزیر هم شهید کړ، وسله وال سیاسي شخصیتونه نه پرېږدي، د سیاسي مشرانو ګنا بس دا ده چې د ولس د حقونو غوښتنه کوي او د هغوی اواز پورته کوي."

د یادولو وړ ده چې د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې تر دې وړاندې د فبرورۍ د اتمې نېټې د انتخاباتو لپاره د صوبايي اسمبلۍ ازاد نوماند ملک کلیم الله هم وژل شوی وو. یاده سیمه د وسله والو مهم پټنځای ګڼل کېږي. ویل کېږي چې دغلته د وسله والو مرکزونه دي.

د برید مسولیت تر دې دمه چا نه دی قبول کړی.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۲۴ز کال کې تر دې مهاله ۱۷ هدفي بریدونه ترسره شوي دی.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي وګړي، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې دا ډول حملې روانې دي چې پکې ګڼو ولسي مشرانو، سرکاري کارکوونکو، امنیتي او پولیس سرتېرو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د ناامنیو ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

د اتمانزیو جرګې د ۲۰۲۳ز کال له اوړي راهیسې د کال تر وروستیو میاشتو پورې په سيمه کې د امنیت ټېنګښت او هدفي وژنو د مخنيوي لپاره احتجاجونه وکړل او د روان کال د فبرورۍ په پای کې یې وویل چې پوځ ورته د سیمې د امنیت ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په سیمه کې په دوو پېښو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله تحريک طالبان پاکستان ده. خو هلته له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې یوشمېر نورې وسلوالې ډلې هم شته چې چارواکي یې په هدفي او نورو حملو او داراز، په جرمونو کې ککړې بولي.

XS
SM
MD
LG