د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په غزه کې خلک له "بشپړ قحطۍ" سره مخامخ دي


نړیوال مرکزي پخلنځي (ډبلیو سي کی) کارمندان په غزه کې خواړه ویشي ـ د مې لومړۍ انځور.
نړیوال مرکزي پخلنځي (ډبلیو سي کی) کارمندان په غزه کې خواړه ویشي ـ د مې لومړۍ انځور.

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکې ویلي دي چې شمالي غزه د اسراییلو او حماس ترمینځ له شپږ میاشتنۍ جګړې او فلسطین ته د خوراکي توکیو په رسولو باندې د اسراییلو د سختو بندیزونو وروسته اوس له"بشپړ قحط" سره مخ شوې ده.

ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام امریکایي مشرې سینډي مکین د مې پر درېیمه اېن بي سي ټېلېویژن ته وویل چې د غزې په تړلو برخو کې بند پاتي شوي ملکي وګړي د قحطۍ سره مخامخ دي.

هغې وویل چې اوربند او د ځمکې او سمندري لارو د مرستو ډېر جریان په غزه کې د مخ په زیاتیدونکي بشري ناورین سره د مقابلې لپاره اړین دی. په غزه کې۲،۳ مېلیونه وګړي اوسېږي.

اسراییل چې غزې ته د ننوتلو په لارو کنټرول لري، سمدلاسه یې په دې لا څه تبصره نه ده کړې خو وايي چې د ځمکې له لارې د خوراکي توکو او نورو بشري مرستو په اجازې ورکولو کار کوي.

تر دې وړاندې د انصاف نړیوال عدالت اسراییلو ته امر کړی وو چې محاصره شوې فلسطیني ابادۍ ته د خوړو او بنیادي توکیو د لېږد د یقیني کولو او د قحطۍ مخنیوي لپاره اړین او موثر اقدامات وکړي.

عدالت د مارچ پر ۲۸مه ویلي ول چې په غزه کې فلسطینیان عملاً له خراب وضعیت او قحطۍ سره مخامخ دي.

حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنې ترهګره ډله ګرځولې، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG