د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن د غزې جګړې درولو د هڅو په لړ کې د منځني ختيځ په سفر دی


د اینتني بلېکن د سفرموخه اوربند او د یرغمل کسانو خوشې کول دي - پخوانی انځور
د اینتني بلېکن د سفرموخه اوربند او د یرغمل کسانو خوشې کول دي - پخوانی انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د مارچ له ۲۰مې څخه د منځني ختیځ په سفر دی.

د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، او اسراییلو ترمينځ تر جګړې وروسته دا د بلېنکن منځني ختیځ ته شپږم سفر دی.

د نوموړي سیمې ته د تګ موخه اوربند او د حماس له لوري د یرغمل شويو کسانو خوشې کول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ميتیو مېلر ویلي چې بلېنکن په جده کې د سعودي عرب او په قاهره کې د مصر له چارواکو سره ویني او ورسره به د اوربند په اړه د مصر او قطر په ملاتړ د شویو مذاکراتو ترڅنګ غزې تړانګې ته د نورو مرستو رسولو پر هڅو وغږېږي.

هغه تر دې وړاندې په فبرورۍ کې د منځني ختیځ سفر کړی وو.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۱،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG