د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسرایلو او حماس ترمینځ د اوربند کوښښ روان دی


د امریکا په نیویارک ښار کې فلسطین پلوه مظاهره چیان د اوربند غوښتنه کوي.
د امریکا په نیویارک ښار کې فلسطین پلوه مظاهره چیان د اوربند غوښتنه کوي.

د اسرایلو او حماس وسله والې ډلې چې د امریکا او اروپايي هیوادونو لخوا ترهګره پېژندل شوې، ترمینځ د اوربند لپاره د خبرو یو نوی پړاو پیلېدونکی دی خو د اپریل پر ۲۹مه په اسرایلي هوایي حملو کې لسګونه فلسطینیان وژل شوې دي.

په دغو کې له نیمایي څخه زیاته مرګ ژوبله د غزه په جنوبي ښار رفح کې مخې ته راغلې چرته چې د غزه نږدې نیمایي ابادۍ چې ۲۳ لکه جوړیږي پنا اخیستې ده. پر رفح له برید څو ساعته وروسته د مصر سرکاري تلویزون خبر ورکړ چې د حماس وفد له قاهرې څخه دوحه ته تللی او پر نامعلومې نیټه به د اوربند هغه وړاندیز ته له لیکلي ځواب سره راستون شي چې وړاندې یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن له حماس څخه د منلو غوښتنه کړې وه.

تر دې وړاندې د اپریل پر ۲۹مه په اینتني بلېنکن له حماس څخه غوښتي ول چې په غزه کې د اوربند په اړه د اسراییلو وړاندیز دې زر تر زره ومني او یرغمل شوي اسراییلیان دې خوشې کړي.

په غزه کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له اوومې راهیسې جګړه روانه ده. پر هغه ورځ حماس پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې تر ۳۴،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG