د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو پرغزه د خبرو لپاره سعودي عرب ته تللی دی


انتوني بلینکن د اپریل پر ۲۹مه په ریاض کې په غونډه کې د غزې پر حالاتو بحث کوي.
انتوني بلینکن د اپریل پر ۲۹مه په ریاض کې په غونډه کې د غزې پر حالاتو بحث کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلېنکن د غزې پر حالاتو د خبرو لپاره سعودي عرب ته رسېدلی دی.

بلېنکن د اپرېل پر ۲۹مه، منځني ختیځ ته د پراخ سفر په لومړي پړاو کې سعودي عرب ته ورغلی چې موخه یې له عربي شراکتدارانو سره د غزې تر جګړې وروسته حالاتو په اړه د خبرو ترڅنګ پر اسراییلي وزیراعظم بینیامین نتنیاهو فشار اچول دي.

د بلېنکن د سفر هدف دا هم دی چې په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت ښه کولو لپاره د امریکايي ولسمشر جوبایډن لخوا روانه میاشت د شویو غوښتنو پوره کولو په لړ کې اقدامات وکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، تمه ده چې بلېنکن به په ریاض ښار کې د سعودي عرب له لوړ پوړو چارواکو سره وویني او د پینځو عربي هېوادونو ( قطر، مصر، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او اردن) د بهرنیو چارو وزیرانو سره به ملاقات کوي او ورسره به په غزه کې تر جګړې وروسته د حکومتدارۍ د څرنګوالي په اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عرب په مرکز ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم دوه ورځنۍ غونډې نن وروستۍ ورځ ده.

په غونډه کې د اینتني بلېنکن، فلسطیني مشران او د نورو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون لري. دوی د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، او اسراییلو ترمینځ د اوربند هڅې کوي.

په غزه کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له اوومې راهیسې جګړه روانه ده. پر هغه ورځ حماس پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې تر ۳۴،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG