د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب د نړیوال اقتصادي فورم غونډې پر مهال د سیمه ییز ثباث غوښتنه کړې ده


په ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم ځانګړې غونډه د اپرېل پر ۲۸مه پیل شوه.
په ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم ځانګړې غونډه د اپرېل پر ۲۸مه پیل شوه.

سعودي عرب د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې په پیل کې د سیمه ییز "ثبات" غوښتنه کړې او پر نړیوال اقتصاد یې د غزې تړانګې د جګړې د اثراتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اپرېل پر ۲۸مه د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم دوه ورځنۍ سرمشریزه پیل شوه چې ورته د غزې د جګړې د درولو هڅې کوونکي ګڼ مینځګړي ورغلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن، فلسطیني مشران او د نورو هېوادونو لوړپوړي چارواکي چې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، او اسراییلو ترمینځ د اوربند هڅې کوي، په سرمشریزه کې ګډون کوي.

د سعودي عرب د مالیې وزیر محمد الجدعان هغې ځانګړې غونډې ته ویلي دي چې د غزې جګړې پر نړیوال اقتصادي وضعیت "خورا زیات فشار" اچوي.

نړیوال اقتصادي فورم وايي چې د اپرېل پر ۲۸مه او ۲۹مه هغې غونډې ته له ۶۰ هېوادونو څخه ۲۲۰ شخصیتونه ورغلي دي.

فورم د اپرېل پر ۲۷مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي په غونډه کې د پرمختیا لپاره پر اقتصادي وده، انرژۍ او نړیواله همکارۍ خبرې کېږي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم په هغه ناسته کې د ګډون لپاره د اپرېل پر ۲۷مه له یو لوړپوړي پلاوي سره سعودی عرب ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۷مه پر اېکس په بیان کې ویلي چې له شهباز شریف سره د بهرنیو چارو او خزانې د وزیرانو په ګډون ګڼ لوپوړي چارواکي ملګري دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG