د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زیلینډ په درېیمه ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه


د نیو زیلینډ بیټر د اپرېل پر ۲۱مه د توپوهنې پر مهال.
د نیو زیلینډ بیټر د اپرېل پر ۲۱مه د توپوهنې پر مهال.

د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د اپرېل پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ پاکستان وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې.

په ځواب کې نیو زیلینډۍ لوبډلې په ۱۹م اوور کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

تر دې یوه ورځ مخکې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه پاکستان ګټلې وه.

خو د اپرېل پر ۱۸مه لومړۍ سیالي د باران له وجې بې نتیجې ختمه شوې وه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ پاتې دوه سيالۍ د اپرېل پر ۲۵مه او د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG