د پاکستان او نیو زیلینډ کرکټ لوبډلې په دریمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
ټاکل شوې چې د اپرېل ۲۱مې دا سیالي د راولپېنډۍ په لوبغالي کې وشي. دا لوبه به د پېښور پر وخت ماخوستن پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.
د اپرېل پر ۲۰مه، د پاکستان کرکټ لوبډلې په دوېمه ۲۰ اوريزه سیالۍ کې نیو زیلینډ په اوو وېکټو ماتې ورکړه.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې نيو زيلينډ لومړۍ بيټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې پاکستان دا هدف په ۱۲م اوور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۸مه لومړۍ سیالي د باران له وجې ځنډېدلې وه.
ترهغه وروسته به پاتې دوې سيالۍ د اپرېل پر ۲۵مه او د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.