د پاکستان او نيو زيلينډ د کرکټ لوبډلو تر مينځ د پينځو ۲۰ اوریزه لوبو د لړۍ دويمه سيالي نن د اپریل پر ۲۰مه کېږي.
ټاکل شوې ده چې هغه سيالي د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیل شي.
تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۸مه لومړۍ سیالي د باران له وجې بې نتیجې ختمه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډله د پینځو ۲۰ اووره سیالیو لپاره پاکستان ته تللې ده.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ د اپرېل پر ۲۱مه درېيمه سيالي هم په راولپېنډۍ کې وشي.
ترهغه وروسته به پاتې دوې سيالۍ د اپرېل پر ۲۵مه او د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.