د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي سرتېرو تیرا کې د چرسو قاچاق په تور ۲ کسان وژلي دي


تیرا د افغانستان ننګرهار ولایت سره پر پوله پرته ده ـ پخوانی انځور.
تیرا د افغانستان ننګرهار ولایت سره پر پوله پرته ده ـ پخوانی انځور.

د خيبر ضلعې په تيرا کې امنيتي ځواکونو دوه تنه وژلي او څلور يې ژوبل کړي دي.

د خیبر ضلعې پولیسو یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر ۱۳مه یې د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې هغه کسان د ډېسېمبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د تیرا قمبرخیلو په مورګه سيمه کې ويشتل شوي دي.

پولیس ادعا کوي چې هغو کسانو له افغانستانه خیبر ته چرس لېږدول او چې سرتېرو ورته د درېدو اشاره وکړه نو هغوی د تېښتې هڅه وکړه. پولیس وايي، د همدې له کبله سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

وژل شوي کسان د تيرا د برکي تال اوسېدونکي ول. د هغوی د کورنيو غړو د پولیسو دعوه رد کړې او وايي چې هغوی عادي وګړي ول.

د تیرا قمبر خیلو مورګه د افغانستان له ننګرهار ولایت سره پر پوله پرته ده. د هغې سیمې یو ځایي مشر د موضوع د حساسیت له کبله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په هغه سیمه کې له پخوا راهیسې ځايي کسان د چرسو کاروبار کوي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې له تیرې یوې میاشتې راهيسې د تیرا په بېلابېلو برخو کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي او له هغې سیمې ځينې کورنۍ کډه شوې هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG