د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وایي خیبر کې یې د نشه یي توکو د قاچاق پر ضد عملیات چټک کړي دي


د خیبر ضلعې د تاریخي دروازې پخوانی انځور.
د خیبر ضلعې د تاریخي دروازې پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د نشه یي توکو د مخنیوي اداره وايي، په خیبر ضلع کې یې د نشه یي موادو د قاچاق پر ضد یې کاروایي تېزه کړې ده.

د ادارې مشر رانا کاشف د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د ضلعې په هره برخه کې د نشه یي موادو کاروباریانو پر ضد عملیات کوي او هغوی نیسي.

ده وویل، په ۲۰۲۳ز کال کې یې افغانستان ته په څېرمه سیمو کې شاوخوا ۱۰ چاپې وهلې وې او سږ کال یې تر اوسه شپږ چاپې وهلې دي.

رانا کاشف وویل چې په لویه کچه نشه یي توکي یې نیولي خو په دې اړه یې نور تفصیل ورنه کړ.

بل لوري ته د لواړګي (لنډي کوتل) تحصیل چېرمېن شاه خالد شینواري مشال راډیو ته وویل چې له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار پر لګېدو سربېره نه یوازې په لویه کچه د نشه یي موادو کاروبار روان دی بلکې د ده په وینا، وسلوال هم ورباندې تګ راتګ کوي.

د خیبر انتظامیه او هلته مېشت پوځ وايي چې پر ډېورنډ کرښه د وسلوالو د تګ راتګ مخنیوي لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

په خیبر ضلع کې له اوږدې مودې راهیسې د نشه يي توکو، په ځانګړي ډول د چرسو، کاروبار کېږي او پکې ګڼ خلک په نشوهم روږدي شوي دي.

قبایلي ضلعې په ۲۰۱۸ز کې د اییني بدلون له لارې په خیبر پښتونخوا کې ورګډې شوې. تر دې وروسته هغو ضلعو ته د هېواد د نورو برخو په څېر د نشه یي توکو ضد ادارې ځواک (اینټي نارکاټېکس فورس اې اېن اېف)، پولیسو او عدالتونو نظامونه وروغځېدل چې له مخې یې پولیس د نشه يي توکو د کاروباریانو پرضد د اقداماتو واک لري.

XS
SM
MD
LG