د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن دلي کیپېټلز او لکنو سوپر جاینټس له یو بل سره سیالي لري


د اپرېل پر ۱۱مه د ممبۍ انډيينز سورياکمار يادو د رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې خلاف توپوهنه کوي.
د اپرېل پر ۱۱مه د ممبۍ انډيينز سورياکمار يادو د رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې خلاف توپوهنه کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې دلي کیپېټلز او لکنو سوپر جاینټس لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د لکنو په لوبغالي کې د اپرېل ۱۲مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ممبۍ انډیینز لوبډلې رایل چیلېنجرز بنګلور ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې لومړی توپوهنه (بيټېنګ) وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۹۶ منډې وکړې. فف ډو پلیسي ۶۱، دېنېش کارتېک ۵۳ او رجت پټېدار ۵۰ منډې وکړې. د ممبۍ جسپريت بومرا پينځه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د ممبۍ انډيينز لوبغاړو ښه توپوهنه پیل کړه او د درو لوبغاړو په زيان يې په ۱۶م اوور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله. ايشان کېشن ۶۹، سورياکمار يادو ۵۲ او روهېت شرما ۳۸ منډې وکړې.

د رایل چیلېنجرز بنګلور اکاش ديپ، وېشاک وېجېکمار او وېل جېکس يوه، یوه وېکټه واخیسته.

د ممبۍ انډيينز توپ اچوونکی جسپريت بومراه د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

د اپرېل پر ۱۳مه پنجاب کېنګز او راجستان رايلز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG