د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن ممبۍ انډیینز او رایل چیلېنجرز بنګلور یو بل ته مخامخېږي


د ګجرات ټایټنز راشد خان (کیڼ لوري ته) په وروستي بال د څلوریزې تر وهلو وروسته د خپلې لوبډلې بریا لمانځي - د اپرېل ۱۰مې انځور.
د ګجرات ټایټنز راشد خان (کیڼ لوري ته) په وروستي بال د څلوریزې تر وهلو وروسته د خپلې لوبډلې بریا لمانځي - د اپرېل ۱۰مې انځور.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې ممبۍ انډیینز او رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د ممبۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۱۱مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ګجرات ټايټنز لوبډلې راجستان رایلز ته په درو وېکټو ماتې ورکړه. د سیالۍ پچه ګجرات ټایټنز وګټله خو لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

راجستان رایلز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې. ریان پراګ ۷۶، سنجو سیمسن ۶۸ او یشوي جیسوال ۲۴ منډې وکړې. د ګجرات راشد خان، اومېش یادو او موهېت شرما یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې ګجرات ټایټنز ښه توپوهنه پیل کړه خو د نهم او ۱۱م اوور ترمینځ یې درې لوبغاړي ژر وسوځېدل چې له وجې یې بیټېنګ اغېزمن شو. د لوبې په وروستیو اوورونو کې راهول تېواتیا او راشد خان چټکه توپوهنه وکړه خو د تېواتیا په سوځېدو راشد خان د سیالۍ پر وروستي بال په څلوریزې وهلو ګجرات ټایټنز لوبډله بریالۍ کړه.

په دې توګه راجستان رایلز، چې تر اوسه یې په روان ای اپي اېل کې ټولې سیالۍ ګټلې وې، خپله لومړۍ لوبه وبایلله.

د ګجرات شوبمن ګېل ۷۲ او سای سدرشن ۳۲ منډې وکړې. د راجستان رایلز کولدیپ سېن درې، یوزوېندرا چهل دوه او اوېش خان یوه وېکټه واخیسته.

راشد خان په ۱۱ توپونو د ۲۴ منډو په کولو او په څلورو اوورونو کې د ۱۸ منډو پر سر د یوې وېکټې اخیستو له وجې د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

د اپرېل پر ۱۲مه دلي کیپېټلز او لکنوو سوپر جاینټس لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG