د لاسرسي ځای

تازه خبر

حماس وايي د اوربند لپاره د اسراییلو شرطونه د فلسطینیانو له غوښتنو سره په ټکر کې دي


رفح هغه ښار دی چې د تېرو شپږو مياشتو د جګړې له امله زياتره فلسطينيانو پناه وروړې ده: د ارشیف انځور
رفح هغه ښار دی چې د تېرو شپږو مياشتو د جګړې له امله زياتره فلسطينيانو پناه وروړې ده: د ارشیف انځور

حماس ډلې ویلي چې د قطر او مصر د ميځګړو له خوا یې د اسراییلو وړاندیز ترلاسه کړی خو په وينا يې هغه د فلسطیني ډلو یوه غوښتنه هم نه پوره کوي.

د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس دا خبره د اپرېل پر نهمه په یو بیان کې کړې ده.

حماس که څه هم د اسراییل دا وړاندیز "ضدي" بللی خو زیاته کړې یې ده چې هغوی به دا ولولي او بیا به مينځګړو ته ځواب ورکړي.

دا تر هغه وروسته ده چې اسراییلو او حماس د خبرو اترو لپاره خپلې ‌ډلې د اپرېل پر اوومه مصر ته ولېږلې.

په هغو خبرو اترو کې د مصر او قطر د مينځګړو تر څنګ د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې مشر وېلیم برنز هم شامل دی.

په داسې حال کې چې پر اسراییلو نړیوال فشار زیات شوی دی چې په فلسطین کې دې جګړه ختمه او اوربند وکړي، اسراييلي مشران د اپرېل پر اتمه د غزې په جنوبي ښار رفح کې د پوځي عملياتو پر تياريو بوخت ول.

دا هغه ښار دی چيرته چې د تېرو شپږو مياشتو د جګړې له امله زياتره فلسطينيانو پناه وروړې ده.

تر دې وړاندې اسراییلي وزیراعظم د مارچ پر ۱۵مه په رفح سیمه کې د برید پلان تایید کړی وو. په هغه ښار کې څه باندې ۱۰ لکه کسانو پناه اخیستې ده.

د اسراييلو نيږدې ملاتړې امريکا تېره اوونۍ د اوربند او د يرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره د يوې معاهدې ترڅنګ په بشري مرستو کې د تېزوالي غوښتنه وکړه. اسراييلو د اپرېل پر اوومه له جنوبي غزې تړانګې څخه خپل ځواکونه وايستل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG