د لاسرسي ځای

تازه خبر

کچلاغ او باجوړ کې چاودنې او ډزو کې ۲ کسان وژل شوي، ۱۴ ژوبل دي


د اپرېل پر اتمه د کچلاغ په کتيرو کلي کې چاودنه په جومات کې د روژه مات پر وخت وشوه ـ پخوانی انځور
د اپرېل پر اتمه د کچلاغ په کتيرو کلي کې چاودنه په جومات کې د روژه مات پر وخت وشوه ـ پخوانی انځور

د بلوچستان په کچلاغ او د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې په دوو جلا جلا پېښو کې د پوليسانو په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ژوبل شوي دي.

د کوټې د پوليسو مشر جواد طارق مشال راډيو ته ويلي چې د اپرېل پر اتمه له هغه ښاره ۲۵ کيلوميټره ليرې د کچلاغ (کچلاک) په کتيرو کلي کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس سرتېری وژل شوی او ۱۲ نور کسان ژوبل شوي دي. د نوموړي په وينا، په ژوبلو کې شپږ پوليس سرتيري او شپږ عام وګړي دي.

طارق زياته کړه چې چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د عامو خلکو ترڅنګ د ګرځنده پوليس ځواک سرتېري د کتيرو کلي په يوه جومات کې د روژه ماتي لپاره غونډ شوي ول.

د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند مشال راډيو ته ويلي يې دي چې پوليسو د چاودنې پلټنې پيل کړې دي. نوموړي زياته کړې ده چې د پېښې له ځايه چاودېدونکي توکي نه دي موندل شوي نو ځکه اټکل کېږي چې چاودنه به د ګازو د ليک کېدو له وجې شوې وي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د اپرېل پر اوومه هم د بلوچستان د خضدار ضلعې په مرکزي بازار کې تر روژه ماتي وروسته په ورته يوه چاودنه کې يو کس وژل شوی او پينځه ژوبل شوي ول.

باجوړ کې ډزې

بلخوا د اپرېل پر اتمه د باجوړ په ناوګۍ بازار کې په يوه سياسي جلسه کې شويو ډزو کې يو کس وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.

د باجوړ د پوليسو وياند محمد اسرار تر پېښې وروسته رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې پېښه له باجوړه د قامي اسمبلۍ پر اتمه حلقه (اېن اې ۸) د يوه سياسي ګوند د نوماند په انتخاباتي غونډه کې شوې ده.

نوموړي د پېښې په اړه نور تفصيل نه دی ورکړی خو ويلي يې دي چې پلټنې يې روانې دي او نور معلومات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

په باجوړ کې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) رسنيو ته ويلي چې د پېښې زخميان يې د درملنې لپاره د باجوړ مرکزي روغتون ته منتقل کړي ول، چې ورڅخه يو ۱۸ کلن کس مړ شوی دی.

د قامي اسمبلۍ پر دغه حلقه انتخابات تر هغه وروسته ځنډول شوي ول کله چې وسلوالو د جنورۍ پر ۳۰مه پر همدې حلقه د پاکستان تحريک انصاف ملاتړ لرونکی خپلواک نوماند ريحان زېب په ډزو وواژه.

د هغې د وژنې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې وه.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۱مه د باجوړ د اېن اې اتمې څوکۍ په ګډون د قامي او صوبايي اسمبلیو د ۲۳ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات کوي.

XS
SM
MD
LG