د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې بمي چاودنې ۴ تنه ژوبل کړي دي


د ډېره اسماعیل خان ښار په څلورلاره کې د ټرافیکو پولیس ګاډو ته د تګ اشاره کوي - د فبرورۍ اوومې انځور.
د ډېره اسماعیل خان ښار په څلورلاره کې د ټرافیکو پولیس ګاډو ته د تګ اشاره کوي - د فبرورۍ اوومې انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په چاودنه کې څلور تنه ژوبل شوي دي.

د پولیسو یو چارواکي شېر الله مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د فبرورۍ پر ۲۳مه سهار په درازنده بازار کې شوې ده.

دی وايي، بارود په بازار کې له یوه هوټل سره نېږدې په موټرسایکل کې ایښي ول.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو شېر الله زیاته کړه چې پولیسو د لټون عملیات او د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په ډېره اسماعیل خان او ورسره پر پوله په پروت ښار ټانک کې له مودې راهیسې امنیتي حالات خراب دي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د ټانک په کوټ اعظم کې د قامي اسمبلۍ د ۴۳مې حلقې د څوکۍ لپاره د انتخاباتو پر مهال پر یو پولېنګ مرکز تر ډزو وروسته په نښته کې یو مشکوک وسلوال وژل شوی وو.

پر هغه ورځ د ټانک په یو او د ډېره اسماعیل خان د کلاچۍ په پینځو مرکزونو کې انتخابات ځکه شوي ول چې د فبرورۍ پر اتمه په دواړو ښارونو کې د بریدونو له وجې د رایې ورکونې په شپږو مرکزونو کې ټاکنې ځنډېدلې وې.

د فبرورۍ پر اتمه د ټانک په کوټ اعظم او د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. په هغو دواړو ضلعو کې د وروستیو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر پینځمه شپې شاوخوا درې بجې د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې پر چوډه تاڼه په وسلوال برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه هم وسلوالو په درابڼ کې پر پوځي مرکز برید کړی وو چې پکې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپي شوي ول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې وه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG