د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي افغانستان ته د ټرانزېټي مالونو لېږد ۳ چنده زیات شوی دی


د هرات په اسلام قلعه کې له ایران سره پر پوله د ګمرکي چارو له وره سره نېږدې سرتېري پهره کوي ـ پخوانی انځور.
د هرات په اسلام قلعه کې له ایران سره پر پوله د ګمرکي چارو له وره سره نېږدې سرتېري پهره کوي ـ پخوانی انځور.

د ایران د ګمرکي (کسټمز) چارو اداره وايي، په تېر یو کال کې له هغه هېواده افغانستان ته د ټرانزېټي مالونو لېږد درې چنده زیات شوی دی.

د ایران په جنوبي ولایت خراسان کې د ګمرکي چارو ادارې مشر محمد کوهګرد د اپرېل پر شپږمه ویلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې د ایران له لارې افغانستان ته د نېږدې یو مېلیارد (ارب) او ۱۲۶ مېلیونو امریکايي ډالرو مالونه لېږدول شوي دي چې دا د ۲۰۲۲ز کال پرتله درې چنده زیاته سوداګري ده.

د کوهګرد په وینا، په هغو مالونو کې خوراکي توکي او نور هغه شیان شامل دي چې له ترکیې، متحده عربي اماراتو، روسیې، انډونېشیا (انډونېزیا) او وېتنامه د ایران د ماهیرو ګمرک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د پاکستان له خوا د محدودیتونو له وجې افغان سوداګرو سوداګرو د ایرانیو بندرونو له لارې هېواد ته د شیانو لېږد زیات کړ.

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارت تړون (اپټا) کې بدلون وکړ او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

د هم هغه کال په وروستیو میاشتو کې پاکستانیو چارواکو د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو ۳،۷۰۰ کانټینرونه درولي ول او افغانستان ته یې د لېږد اجازه نه ورکوله خو څه موده پس یې بیا له سوداګرو سره د خبرو په نتیجه کې ازاد کړل.

اسلام اباد وايي چې داسې شیان د افغانستان په نوم واردېږي چې هلته یې اړتیا نه شته او بیا پاکستان ته قاچاقېږي چې له کبله یې ورته مالي زیان اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG