د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: ممبۍ انډیینز دلي کیپېټلز ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه


د ممبۍ انډیینز لوبغاړي د دلي کیپېټلز بیټر سوځول لمانځي - د اپرېل اوومې انځور.
د ممبۍ انډیینز لوبغاړي د دلي کیپېټلز بیټر سوځول لمانځي - د اپرېل اوومې انځور.

د هند د کرکټ د غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په سیالیو کې ممبۍ انډیینز لوبډلې دلي کیپېټلز ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

د ممبۍ په لوبغالي کې د اپرېل اوومۍ لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر درو او د کابل پر دوه نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې د دلي لوبډلې وګټله خو لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

ممبۍ انډیینز لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۲۳۴ منډې وکړې.

په ځواب کې دلي کیپېټلز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړای شوې. په دې ډول ممبۍ انډیینز په سږني ای پي اېل کې د لومړۍ سیالۍ په ګټلو وتوانېده. تر دې مخکې هغې لوبډلې خپلې درېواړه سیالۍ بایللې وې.

د اپرېل پر اوومه د لکنو سوپر جاینټس او ګجرات ټایټنز ترمینځ دویمه سیالي د لکنو په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې د لکنو لوبډلې وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې راجستان رایلز رایل چیلېنجرز بنګلور ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه. لومړی بیټېنګ د بنګلور لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې. د بنګلور وېرات کوهلي ۱۱۳ منډې وکړې.

په ځواب کې راجستان رایلز ټاکلی هدف د ۲۰م اوور په لومړي توپ یا بال د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ. د راجستان جاس بټلر ۱۰۰ منډې وکړې.

د اپرېل پر اتمه چینای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG