د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن راجستان رایلز او رایل چیلېنجرز بنګلور له یو بل سره سیالي لري


د مارچ پر پینځمه د چېنای سوپر کېنګز اېم اېس دوني د سنرایزرز حیدراباد لوبغاړو ته لاس ورکوي.
د مارچ پر پینځمه د چېنای سوپر کېنګز اېم اېس دوني د سنرایزرز حیدراباد لوبغاړو ته لاس ورکوي.

د هند د کرکټ په غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) کې راجستان رایلز او رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د جېپور په لوبغالي کې د اپرېل شپږمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې چېنای سوپر کېنګز ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه. لومړی بیټېنګ چېنای سوپر کېنګز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې.

په ځواب کې سنرایزرز حیدراباد لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د اپرېل پر اوومه دوه سیالۍ کېږي چې یوه یې د ممبۍ انډینز او ډیلي کېپيټلز او بله د لکنو سوپر جینټس او ګجرات ټیټانز ترمینځ ده.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG