د هند د کرکټ په غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) کې سنرایزرز حیدر اباد او چېنای سوپر کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د حیدراباد په راجیو ګاندي لوبغالي کې د اپرېل پینځمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې پنجاب کېنګز لوبډلې ګجرات ټایټنز ته په درو وېکټو ماتې ورکړه. لومړی بیټېنګ د ګجرات لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې وکړې. شوبمن ګېل ۸۹ او سای سدرشن ۳۳ منډې وکړې. د پنجاب کېنګز کاګیسو ربادا دوه او هرپریت برار او هرشل پټېل یوه، یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې د پنجاب کېنګز لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. ششانک سېنګ ۶۱ او پربسېمرن سېنګ ۳۵ منډې وکړې.
د ګجرات ټایټنز نور احمد دوه، او راشد خان، عظمت الله عمرزي، اومېش یادو موهېت شرما او درشن نالکندې یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.
د اپرېل پر شپږمه راجستان رایلز او رایل چیلېنجرز بنګلور له یو بل سره سیالي لري.
په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.
چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.