د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې د لاسي بم برید دوه تنه وژلي


د خيبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې پولیس وايي، هلته د لاسي بم حمله کې د يوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او درې ټپیان دي.

د لکي مروت پوليسو ویاند شاهد حميد د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې د نومبر پر پینځمه د اوژاګۍ په سيمه کې ځينو کسانو هغه مهال د يوې کورنۍ پر غړو لاسي بم ورغورځولی چې هغوی په کرونده کې کار کاوه.

د ده په خبره، په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. ده زیاته کړه چې دا ټول د يوې کورنۍ غړي دي. د پوليسو وياند زیاتوي چې پېښې علت شخصي دښمني ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG