د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروتو کې د پولیو واکسیني ډلې غړی وژل شوی دی


پولیس وايي پېښه د لکي مروتو په بېټنیو تحصیل کې شوې ده.
پولیس وايي پېښه د لکي مروتو په بېټنیو تحصیل کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې وسلوالو د پولیو واکسیني ډلې یو کارکوونکی وژلی دی.

د بېټنیو د ازادخېلو پولیسو چارواکي محمد اسماعیل مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰ کلن غني الله مړی یې د مارچ پر لومړۍ نېټه سهار مهال موندلی دی.

دی وايي، داسې برېښي چې وسلوالو پر هغه تشدد کړی دی او تر هغې وروسته یې په چړو مرۍ پرې کړې ده.

د سیمې اوسېدونکی او مدني فعال شاکر بېټنی وایي چې غني الله د فبرورۍ پر ۲۹مه د پولیو واکسیني کیمپېن دندې تر بشپړولو وروسته کور ستون شوی وو او ماښام مهال له کوره بهر وتلی وو چې ورک شو او سهار یې مړی وموندل شو.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیسو وایي چې د "نامعلومه کسانو" ضد یې مقدمه لیکلې ده او پلټنې یې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو او ډېره اسماعیل خان کې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو پینځه ورځنی کیمپېن روان دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي ادارې د فبرورۍ پر ۲۶مه په بیان کې ویلي ول چې د مارچ له درېیمې څخه د هغې صوبې په پاتې ضلعو کې واکسیني کیمپېن پیلېږي.

د پاکستان دولتي راډیو پر هم هغه ورځ په بلوچستان او سیند کې هم د کیمپېن پیلېدو خبر ورکړی وو او زیاته کړې یې وه چې د اووه ورځني کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي لکونه ماشومان واکسینېږي.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت د پولیو واکسیني ډلو پر غړو او ساتونکو پولیسو یا پر نورو امنیتي سرتېرو بریدونه کېږي.

د جنورۍ پر اتمه په باجوړ کې د پولیو واکسیني ډلو د امنیت لپاره د روانو پولیسو ګاډی د سړک تر غاړې ښخ بم ښکار شوی وو چې پکې اووه سرتېري وژل شوي ول.

وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پولیسو پر ګاډي د بمي برید ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG