د هند د کرکټ په غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ) کې ګجرات ټایټنز او پنجاب کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د ګجرات په نرېندرا مودي لوبغالي کې د اپرېل څلورمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې کلکته نایټ رایډرز دلي کیپېټلز ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه.
د وېشاکاپټنم په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ د کلکتې لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۲ منډې وکړې. د کلکتې سنیل نراین ۸۵، انګکرېش رګوونشي ۵۴ او اندرې رسل ۴۳ منډې وکړې. د دلي کیپېټلز اندرېخ نورکیا درې وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د دلي لوبډلې له پیله ښه توپوهنه و نه کړای شوه او تر پینځم اووره یې څلور لوبغاړي وسوځېدل. خو وروسته رېشب پنت او ترېستان سټبز چټکه توپوهنه وکړه او د خپلې لوبډلې مجموعي منډې یې تر ۱۲۶ ورسولې. د هغو دواړو تر سوځېدو وروسته پاتې لوبغاړو یوازې ۴۰ منډې وکړای شوې او ټوله لوبډله په ۱۶۶ منډو وسوځېدله.
د دلي کیپېټلز پنت ۵۵ او سټبز ۵۴ منډې وکړې. د کلکتې ویبف اروړه او ورون چکراورتي درې، درې او مېچل سټارک دوه لوبغاړي وسوځول.
د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې شریک مالک او د هندۍ سینما نومیالی اداکار شاه رخ خان هم د سیالۍ لیدو لپاره میدان ته ورغلی وو.
د اپرېل پر پینځمه سنرایزرز حیدر اباد او چېنای سوپر کېنګز له یو بل سره سیالي لري.
په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.
چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.