د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې یوه بله ډله افغانان یې له اسلام اباده هغه هېواد ته لېږدولي دي.
وزارت د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې هغه کسان یې د مارچ پر ۲۱مه له پاکستانه په الوتکه کې جرمني ته لېږدولي چې په افغانستان کې یې د طالبانو تر واک لاندې ژوند له خطر سره مخامخ وو.
د وزارت چارواکو دا نه دي ویلي چې په هغه ډله کې څومره سړي او څومره ښځې شاملې وې.
برلېن د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۳۳،۰۰۰ افغانان جرمني ته بیولي دي.