د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ټاکنو په اړه د امریکا کانګرس بهرنيو چارو کمېټۍ د غونډې انديښنې غلط فهمي ده: زهره بلوچ


زهره بلوڅ له امريکا سره د ګټه ورو خبرو تمه څرګنده کړې.  پخوانی انځور.
زهره بلوڅ له امريکا سره د ګټه ورو خبرو تمه څرګنده کړې.  پخوانی انځور.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ويلي چې ځينې بيانونه چې د امريکايې کانګرس د بهرنيو چارو کمېټۍ په غونډه کې ورکړل شوي دي، د پاکستان د کورني حالت او د انتخاباتي قوانيو په اړه د غلط فهمۍ عکاسي کوي.

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د مارچ پر ۲۱ مه په اسلام اباد کې اوونيزې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې پاکستان له امريکا سره خپلو اړيکو ته ارزښت ورکوي.

نوموړې زياته کړه "ځينې بيانونه چې هلته (د کانګرس کمېټۍ غونډه) ورکړل شوي دي، د پاکستان د کورني حالت او د انتخاباتو قوانيو په اړه د غلط فهمۍ عکاسي کوي."

د پاکستان سرکاري رېډيو وايي چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې د يادو غلط فهميو د لرې کولو لپاره له امريکا سره د ګټورو خبرو تمه څرګنده کړې.

دا پاکستان غبرګون تر هغې يوه ورځ وروسته راغلی چې د مارچ پر۲۰ د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونلډ لو "د پاکستان له ټاکنو وروسته په دې هېواد کې د جمهوریت د مستقبل او د امریکا او پاکستان د اړیکو د جایزې" تر عنوان لاندې د امريکايي کانګرس د بهرنیو چارو په کمیټۍ کې د اوریدنې پرمهال د ګواه يا شاهد په توګه حاضر شو.

د اوریدنې پر مهال ډونلډ لو په پاکستان کې د انتخاباتي درغلیو د تورونو په اړه د څیړنې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې امریکا د ټګيو د تورونو پلټنې له نېږدې څخه څاري.

هغه وويل چې که د پاکستان انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د بې قاعدګيو د تورونو په اړه تحقيقاتو کې ناکامه شو نو له دې سره به له پاکستان سره د امريکا اړيکې پڅې شي.

نوموړي د انتخاباتوو په جریان کې د بیان په ازادۍ او سوله ایزو غونډو د غیر ضروري محدودیتونو یادونه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د تحريک انصاف په ګډون اکثره سياسي ګوندونه تور پورې کوي چې په پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورې پر اتمه شویو عامو انتخاباتو کې اېسټېبلشمنټ د مسلم ليګ (ن) په ملاتړ درغلي کړې ده خو پوځ، انتخاباتي کمېشن او مسلم ليګ (ن) دغه تورونه ردوي.

د سايفر(پټ ليک) په اړه د ډونلډ لو څرګندونې:

د امریکايي کانګرس د بهرنيو چارو کمېټۍ په غونډه کې د پاکستان انتخاباتو په اړه د اورېدنې پر مهال ډونلډ لو وويل چې نه ده او نه امریکا د عمران خان د پخواني حکومت پرضد کوم ګام پورته کړی وو.

نوموړي وویل:"زه دا خبره په ډاګه کول غواړم چې دا تورونه ، دا سازشي نظريه دروغ دي. دا بشپړ دروغ دي."

ډونلډ لو زیاته کړه چې هغه وخت په امریکا کې د پاکستان سفير اسد مجید هم خپل حکومت ته ویلي ول چې کوم سازش نه دی شوی.

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير وايي چې په تیرو دوو کالو کې پر ده دا (سايفر) تورونه د دې سبب شوي چې د ده او کورنۍ ته يې د مرګ دړکې ورکول شوي دي.

هغه وويل چې امريکا د پاکستان د خپلواکۍ او د دې اصولو قدر کوي چې پاکستانی ولس په خپله د جمهوري اصولونو له مخې خپل مشران منتخب کړي.

د تحريک انصاف دريځ:

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف مشر ګوهر علي خان د مارچ پر ۲۱ مه په راوالپندۍ کې له خبريالانو سره په خبرو کې د سايفر په اړه د ډونلډ لو خبرې ناسمې وبللي. نوموړي زياته کړه چې بايد د دې مسلې بيا له سره تحقيقات وشي.

عمران خان دا مهال د سرکاري رازونو د افشا کولو په قضیه کې په زندان کې دی او پلټنې ورڅخه روانې دي. د پاکستان د قانوني چارو وزارت په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير د پټ ليک (سایفر) د مقدمې اورېدنې لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی دی او د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي ذوالقرنين ته يې د مقدمې اورېدو اضافي واک ورکړى دی.

عدالت د روان ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په میاشت کې عمران خان او د هغه په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته د دولتي راز افشا کولو په مقدمه کې د لس ، لس کالو بند سزا اورول شوې ده.

د تحریک انصاف دواړو مشرانو په هغه مقدمه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي ول او دایرې شوې مقدمې يې سیاسي بللې وې.

پخواني وزیراعظم عمران خان په ۲۰۲۲ز کال کې دعوه کړې وه چې پرضد یې د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش پر اساس وړاندې شوی وو.

عمران خان تور پورې کړی وو چې د امريکې د بهرنيو چارو مرستيال وزیر ډونلډ لو په واشنګټن کې د هغه وخت د پاکستان سفيراسد مجيد ته ويلي ول چې د عمران خان د حکومت "بهرنۍ پاليسي یې خوښه" نه ده.

عمران ادعا کړې وه چې اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک په راوړلو سره د هغه د حکومت د لیري کولو لپاره د نړيوال سازش برخه شو.

نوموړي هغه مهال تور پورې کړی وو چې په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر ورته په دې اړه یو پټ لیک (سایفر) استولی دی چې ورڅخه ښکاري چې امریکا یې د ګوښه کولو په دسیسه کې لاس درلود.

خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه تر لیرې کېدو وروسته په احتجاجي جلسو کې هم بې له ثبوت وړاندې کولو تور پورې کاوه چې حکومت یې د بهرنۍ دسیسې له وجې ړنګ شو.

امریکا، د عمران خان د واکمنۍ پر ضد د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یوشمېر ګوندونو تحریک، او د پاکستان پوځ په بیا بیا د نوموړي تور رد کړی او ناسم یې بللی وو. پي ډي اېم هغه مهال ویلي ول چې د خان د اقتصادي او بهرنیو چارو ناسمو تګلارو د بې باورۍ تحریک وړاندې کولو ته اړ کړي ول.

XS
SM
MD
LG