د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریال اسد علي طور تر ضمانت وروسته خوشې شوی دی


د خبریال اسد طور پخوانی انځور.
د خبریال اسد طور پخوانی انځور.

د پاکستان یو خبریال اسد علي طور تر هغې وروسته د راولپېنډۍ له زندانه خوشې شوی دی چې د اسلام اباد يو عدالت یې ضمانت منظور کړ او د خوشې کولو امر یې وکړ.

نوموړی د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د فبرورۍ پر ۲۶مه نیولی وو او ورباندې یې پر ټولنیزو شبکو د عدلیې پرضد د کیمپېن کولو تور پورې کړی وو چې هغه او وکیلانو یې رد کړی وو.

په اسلام اباد کې د اسد طور وکیلې او د بشري حقونو فعالې ایمان زینب مزاري د مارچ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د طور پر ضد جوړې مقدمې او د عدالت له لوري د هغه څو ځلې اېف ای اې ته سپارل هېڅ قانوني جواز نه درلود. "اسد علي طور د [راولپېنډۍ] له اډيالې زندانه خوشې شو او خپل کور ته ولاړ. د هغه روغتیايي حالت ښه نه دی. هغه په زندان کې ډېر کمزوری شوی دی خو بیا یې هم د مبارزې لپاره حوصله لوړه ده."

د پاکستان لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پر ټولنیزو شبکو د عدلیې او عدالتي فیصلو پرضد د فعالیت کوونکو معلومولو لپاره یوه پینځه کسیزه پلټنیزه ډله جوړه کړه.

پر قاضیانو تر هغې وروسته پر ټولنیزو رسنیو نيوکې زیاتې شوې چې سپريم کورټ د جنورۍ پر ۱۳مه امر وکړ چې په سمه طریقه د مشر نه ټاکلو له امله، پاکستان تحريک انصاف نه شي کولای چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د کرکټ بیټ (بلې) انتخابي نښه وکاروي.

د پاکستان يوشمېر خبريالانو او د حقونو فعالانو د اسد علي طور ګرفتاري غندلې وه او د هغه نيول يې د بيان د ازادۍ ضد عمل بللی وو.

XS
SM
MD
LG