د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت خبریال اسد علي طور د ۳ ورځنیو پلټنو لپاره د پلټنو وفاقي ادارې ته سپارلی دی


په اسلام اباد کې یو خبریال په مظاهره کې د اسد علي طور عکس نیولی دی ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې یو خبریال په مظاهره کې د اسد علي طور عکس نیولی دی ـ پخوانی انځور.

په اسلام اباد کې یو عدالت خبريال اسد علي طور د درې ورځنیو پلټنو لپاره د پاکستان پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) ته سپارلی دی.

د اسلام اباد ضلعي عدالت دا اقدام د مارچ پر درېیمه وکړ. عدالت تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۷مه هم هغه خبریال د پينځو ورځو په جسماني رېمانډ د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې ته سپارلی وو.

اېف ای اې د فبرورۍ پر ۲۶مه طور ونیوه او پر نوموړي یې تور پورې کړی چې هغه پر ټولنیزو شبکو کې د عدلیې پر ضد په "بدنیتۍ" ولاړ کیمپېن کړی دی، خو طور او وکيلان يې دا تورونه ردوي.

د هغه وکيلې ایمان زینب مزاري د مارچ پر درېيمه پر اېکس ليکلي دي چې د عدالت له لوري د هغه اېف ای اې ته بیا سپارل "هېڅ قانوني جواز نه لري."

د پاکستان لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پر ټولنیزو شبکو د عدلیې او عدالتي فیصلو پرضد د فعالیت کوونکو معلومولو لپاره یوه پینځه کسیزه پلټنیزه ډله جوړه کړه.

پر قاضیانو تر هغې وروسته پر ټولنیزو رسنیو نيوکې زیاتې شوې چې سپريم کورټ د جنورۍ پر ۱۳مه امر وکړ چې په سمه طریقه د مشر نه ټاکلو له امله، پاکستان تحريک انصاف نه شي کولای چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د کرکټ بیټ (بلې) انتخابي نښه وکاروي.

د پاکستان يوشمېر خبريالانو او د حقونو فعالانو د اسد علي طور ګرفتاري غندلې ده او د هغه نيول يې د بيان د ازادۍ ضد عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG