د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د مارچ پر ۱۱مه د کراچۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر نهه او د کابل پر اته نیمو نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې اسلام اباد یونایټېډ او دویمه یې کوټه ګلیډيېټرز وګټله.
په راولپېنډۍ کې په لومړۍ سیالۍ کې اسلام اباد یونایټېډ ملتان سلطانز ته په درو وېکټو ماتې ورکړه.
تر دې وروسته د کراچۍ په ملي لوبغالي کې په دویمه سیالۍ کې لاهور قلندرز لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې.
په ځواب کې د کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې ټاکلی هدف یې د څلورو لوبغاړو په زیان د ۲۰م اوور پر وروستي توپ پوره کړ.
دا د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې پرله پسې درېیمه سیالي وه چې نتیجه یې په اخري بال معلومه شوه.
ټاکل شوې چې د مارچ پر ۱۲مه کوټه ګلیډیېټرز او ملتان سلطانز یو بل ته مخامخ شي.
د پاکستان سوپر لیګ د نهم پړاو په سیالیو کې ملتان سلطانز په ۱۲ نومرو یا پواینټونو پر لومړي مقام، اسلام اباد یونایټېد په ۱۱ پواینټونو او د منډو لوړ وروستي تناسب له وجې پر دویم، پېښور زلمي په ۱۱ پواینټونو پر درېیم او کوټه ګلیډیېټرز هم په ۱۱ پواینټونو او د منډو د کم وروستي تناسب له وجې پر څلورم ځای ده.
تر دې وروسته پینځم مقام د کراچۍ کېنګز دی او د ۲۰۲۳ز کال د اتم پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز پر شپږم مقام ده.
د لاهور لوبډلې تر اوسه ۱۰ سیالۍ کړې دي چې ورڅخه یې یوه ګټلې، یوه لوبه د باران له وجې بې نتیجې پاتې شوې وه او پاتې اته واړه یې بایللې دي.
ټاکل شوې چې د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ پایلوبه د مارچ پر ۱۸مه وشي.