د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور قلندرز لوبډله د پي اېس اېل اتم پړاو اتله شوه


د لاهور قلندرز لوبغاړي د مارچ پر ۱۸مه تر بریا وروسته خوشالي کوي.
د لاهور قلندرز لوبغاړي د مارچ پر ۱۸مه تر بریا وروسته خوشالي کوي.

لاهور قلندرز لوبډله ملتان سلطانز ته په یوه منډه په ماتې ورکولو د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو اتله شوه.

د مارچ پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پایلوبې لومړی بیټېنګ لاهور قلندرز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې عبدالله شفیق ۶۵ او شاهین شاه اپرېدي ۴۵ منډې وکړې. د ملتان سلطانز اسامه میر درې او خوشدل شاه او احسان الله یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې ملتان سلطانز په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۹۹ منډې جوړې کړای شوې. د هغې لوبډلې رایلې روسو ۵۲ او محمد رضوان ۳۴ منډې وکړې. د لاهور قلندرز شاهین شاه اپرېدي څلور، راشد خان دوه او ډېوېډ ویزه یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لاهور قلندرز لوبډلمشر شاهین شاه اپرېدی د بیټېنګ او بالېنګ په برخو کې د ښه کارکردګۍ په سر د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

د پي اېس اېل د اتم پړاو د اتلولۍ غوره لوبغاړی احسان الله شو چې لومړی چټک بالر دی چې دا انعام یې ګټلی دی.

ټاکل شوې وه چې د اتلولۍ پایلوبه د مارچ پر ۱۹مه وشي خو د پاکستان کرکټ بورډ د خراب موسم وړاندوینې ته په کتو یوه ورځ مخکې کړه.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږو لوبډلو پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه واخیسته.

د پي اېس اېل د اتم پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې شوې چې پکې یوشمېر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG