د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې اسلام اباد یونایټېډ ملتان سلطانز ته په درو وېکټو ماتې ورکړه.
د مارچ پر ۱۰مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیل شوه چې پکې د اسلام اباد لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
ملتان سلطانز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۸ منډې وکړې. عثمان خان سلیزه ووهله.
په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې ټاکلی هدف د ۲۰م اوور په وروستي توپ د اووه لوبغاړو په زیان پوره کړ. د اسلام اباد کولېن منرو ۸۴ او شاداب خان ۵۴ منډې وکړې. د ملتان سلطانز عباس اپرېدي درې او محمد علي دوه وېکټې واخیستې.
تر دې وروسته د لاهور قلندرز او کوټه ګلیډیېټرز ترمینځ سیالي د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې لاهور قلندرز وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
لاهور قلندرز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې. عبدالله شفیق ۵۹ او شاهین شاه اپرېدي ۵۵ منډې وکړې.
تر دې مخکې د مارچ پر نهمه کراچۍ کېنګز لوبډلې لاهور قلندرز ته په درو وېکټو ماتې ورکړه. په راولپېنډۍ کې لومړی بیټېنګ لاهور قلندرز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې.
په ځواب کې د کراچۍ لوبډلې ټاکلی هدف د اووه لوبغاړو په زیان د ۲۰م اوور په وروستي بال پوره کړ.
ټاکل شوې چې د مارچ پر ۱۱مه پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخ شي.
د پاکستان سوپر لیګ د نهم پړاو په سیالیو کې ملتان سلطانز په ۱۲ نومرو یا پواینټونو پر لومړي مقام، اسلام اباد یونایټېد په ۱۱ پواینټونو او د منډو لوړ وروستي تناسب له وجې پر دویم، پېښور زلمي په ۱۱ پواینټونو پر درېیم او کوټه ګلیډیېټرز په نهو پواینټونو پر څلورم ځای ده.
تر دې وروسته پینځم مقام د کراچۍ کېنګز دی او د ۲۰۲۳ز کال د اتم پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز پر شپږم مقام ده.
د لاهور لوبډلې تر اوسه نهه سیالۍ کړې دي چې ورڅخه یې یوه ګټلې، یوه لوبه د باران له وجې بې نتیجې پاتې شوې وه او پاتې اووه واړه یې بایللې دي.
ټاکل شوې چې د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ پایلوبه د مارچ پر ۱۸مه وشي.