د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن د کراچۍ کېنګز او ملتان سلطانز ترمینځ سیالي کېږي


د راولپېنډۍ میدان کارکوونکي د باران پر مهال پېچونه پوښي - د مارچ دویمې انځور.
د راولپېنډۍ میدان کارکوونکي د باران پر مهال پېچونه پوښي - د مارچ دویمې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې د کراچۍ کېنګز او ملتان سلطانز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر درېیمه د کراچۍ په نیشنل یا ملي لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ټاکل شوې وه چې د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پېښور زلمي او لاهور قلندرز او کوټه ګلیډيېټرز او اسلام اباد یونایټېد ترمینځ سیالۍ وشي خو منتظمینو د باران له وجې لغوه کړې او هرې لوبې ته یې یوه نمره یا پواینټ ورکړ.

په دې توګه لاهور قلندرز د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې په لومړي ځل پواینټ ترلاسه کړای شو ځکه چې هغې لوبډلې تر اوسه خپلې اووه واړه سیالۍ بایللې دي.

ټاکل شوې چې د مارچ پر څلورمه پېښور زلمي لوبډله له اسلام اباد یونایټېډ سره سیالي وکړي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه، خو دا ځل يې تر اوسه شپږ لوبې کړي او ټولې يې بايللي دي.

XS
SM
MD
LG